لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"تاسو ويريږئ مه"، سربيا کې د پاکستانۍ سفارتخانې څخه د عمران خان د وېنا طنزيه ويډيوخپره شوې


په سربيا کې د پاکستانۍ سفارتخانې د اکاونټ څخه يوه ويډیو خپره شوې چې پکې د عمران خان هغه وېنا چې "تاسو ويريږئ مه" او په بيا پسې طنزيه ويډیوه جوړه شوې او خپره شوې ده، خود پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دغه اکاونټ هېک کړی شوی دی.

په سربيا کې د پاکستانۍ سفارتخانې په ټویټر ویل شوي وو، چې د سفارتخانې عملې ته د يوې میاشتې تنخا نه ده ترلاسه شوې.

دغه اکاونټ وروسته تړل شوی دی.

خو په ټویټ کې ويل شوي وو، "ګرانۍ تير ټول ریکارډونه مات کړي، او عمران خان ستاسو نه به د کله پورې تمه لرلی شي چې سرکاري کار کوونکي به غلي وي، او ستاسو دپاره کار کوي".

ياده ويډيو چې بيا د نورو اکاونټونو نه خپره شوې پکې د صابن، وړو د ګرانۍ، د دوايۍ او علاج پرېښودو، د ماشومانو د سکول فيس نه جمع کولو، د پېسو جمع کولو او ټېکس ورکولو، او نورې ډېرې خبرې شوي او په مینځ مینځ کې د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د ويډيو يو کلپ چلول کيږي چې پکې هغه وايي تاسو ويريږئ مه.

په ټویټر د سربيا هېش ټېګ جوړ شوی او خلک پرې ټویټونه کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په ټويټر ويلي، "په سربيا کې د پاکستان د سفارتخانې ټویټر، فېس بک او انسټاګرام اکاونټونه هېک شوي دي، او دغه پېغامونه چې خپاره کړی شوي دا په سربيا کې د پاکستان سفارتخانې نه دي کړي".

د ډيجيټل ميډيا دپاره د وزیراعظم ویاند ډاکټر ارسلان خالد هم ويلي "دغه اکاونټ هېک شوی او د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يې پلټنې کوي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG