لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تالیا خټک وایي پلار یې پوځي عدالت سزا کړی خو دا په سوشل مېډیا خبره شوه


واشنګټن ـــ د پاکستان دوو امنیتي چارواکو اسوسیېټیډ پریس ته منلې ده چې پوځي عدالت درې پخواني پوځي افسران او د بشري حقونو مبارز ادریس خټک د جاسوسۍ او بغاوت په تور سزا کړي‌ دي.

دغو پوځي چارواکو له اې پي‌ خبري ایجنسۍ سره د نوم نه څرګندولو په شرط خبرې کړې دي، خو دا یې نه دي ویلي چې دغه سزا په کوم ځای کې ورته اورول شوې خو وایي دوی ته له دوولسو تر څورلسو کلونو پورې د بند سزا اورول شوې ده.

د ادریس خټک کورنۍ او وکیل هم منلې ده چې هغه ته څورلس کاله سزا اورل شوې ده. د ادریس خټک ورور ډاکټر اویس خټک وي او اې ډیوه ته وویل، تر اوسه په سزا نه دي خبر خو په کور کې یې غم او خفګان دی:

"تر ټولو عجبه خبره دا ده چې دوی ته پکار وه له ټولو مخکې خو یې موږ خبر کړي وای، دوی چې په رسمي توګه څه راکړي بیا به موږ په مخ باندې څه ګام اخلو".

د ادریس خټک لور تالیا خټک هم اسوسیېټیډ پرس ته ویلي، د پلار د سزا په اړه دوی ته خبرتیا نه ده ورکړل شوې او نه یې د پلار وکیل ورته په دې اړه څه ویلي دي. تالیا وایي دا د ټولنیزو رسنیو له لارې خبره شوې چې پلار ته یې سزا اورول شوې ده.

پر ټولنیزو رسنیو د بشري حقونو فعالانو د پوځي‌ عدالت له خوا ادرس خټک ته د سزا امر په کلکه غندلی او وایي‌ هغه له دې کبله سزا شوی چې په پاکستان کې یې د خلکو د غیرقانوني نیول کېدو او جبري بې درکیو په ضد خبرې کولې.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ مخکینۍ غړې او د ملي‌ جمهوري غورځنګ یوې مشرې بشری ګوهر پر ټویټر د اردو د مشهور انقلابي شاعر حبیب جالب د یو شعر مسرۍ ورکړې «ہم نہیں مانتے ظلم کے یہ ضابطے» او لیکلي یې دي:

"امنیتي ادارو د بشري حقونو فعال ادریس خټک تښتولی او غیرقانوني یې په بند کې ساتلی وو. له منصفانه مقدمې پرته د پوځي عدالت له خوا د هغه سزا نه منو، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره یې باید په ضد ږغ پورته کړي".

د خیبر پښتونخوا دنوښار دشیدو سیمې استوګن دبشري حقونو ۵۸کلن فعال ادریس خټک کال 2019م کې په 13 نومبر اسلام اباد نه د راتګ په وخت دصوابۍ انټرچینج سره نزدې نامعلومه وسله والو تښتولی ؤ .

د 2020م کال تر جون میاشتې پورې هیڅ معلومه نه وه چې هغه چا تښتولی اؤ چرته دی خو کله چې په نړیواله کچه دهغه دخوشې کولو غوښتنې زور ونیولو نو بیا ددفاع وزارت عدالت ته وویل چې ادریس خټک پوځ ولکه کې دی اؤ دهغه په ضد د پوځي قانون او حکومتي رازونو د مالوماتو د قانون 1923 لاندې مقدمه جوړه کړی شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG