لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سيالکوټ په پېښه د دفاع وزیر پروېز خټک بيان ته په ټولنيزو رسنیو غبرګون ویل شوی


د پاکستان تحریک انصاف د حکومت د دفاع وزیر پروېز خټک په سیالکوټ کې د سري لنکن وګړي د وژنې د پېښې په اړه ويلي، دا دې د يوې ډلې (تحريک لبېک) سره ونه تړل شي، "هلته هلکان رايوځای شو، د اسلام نعره يې ولګوله، چې د اسلام خلاف کار دي، په جذبه کې راغله، ناڅاپه کار وشو، د دې دا مطلب نه دی چې هر څه وران شو".

د پروېز خټک دغه بيان ته په ټولنيزو رسنیو سخت غبرګون ويل شوي چې هغه د سري لنکن وګړي په ګڼو خلکو وژنې ته جواز وړاندې کړی دی.

په درېم نومبر د پاکستان د پنجاب صوبې په سيالکوټ سيمه کې د مذهب د سپکاوي په تور يو سري لنکن وګړی ګڼو خلکو په تشدد وژلی او بيا ورله جسد هم سوځولی وو.

د ياد سري لنکن وګړي پېژندګلو د پريانتا دياوادنا په نوم شوې وه، هغه د سيالکوټ په وزيراباد روډ په يوه کارخانه کې اېکسپورټ يا بهر هېوادونو ته د سامانونو لېږلو په څانګه کې منېجر وو.

د بشري حقونو ځايي او نړیوالو تنظیمونو د دغه پېښې غندنه کړې او د پاکستان وزیراعظم عمران خان دغه پېښې ته د پاکستان دپاره د شرم ورځ ويلې وه.

د پروېز خټک نه د اتوار په ورځ (5دسمبر) په پېښور کې پوښتنه شوې چې د سيالکوټ پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې حکومت په تحریک لبېک ډله لګولی بندېز ختم کړی دی.

خو پروېز خټک ويلي، "ماشومان وي، لويږي، اسلامي دین دی، سوچ زيات دی، په جوش کې راځي په جذبه کې يو کار کوي، ځوانان په جذبه کې راځي، زه هم په جذبه کې راتلی شم، غلط کار کولی شم، خو د دې دا مطلب نه دی چې پاکستان د تباهۍ طرف ته لاړو".

د دفاع د وزیر نه پوښتنه شوې چې "نهه پوليس ووژل شو، سري لنکن ووژل شو، دا کومه جذبه ده"؟.

هغه په جواب کې ويلي، "داسې کیږي، مونږ هم پاګلان وو هر څه به مو کول، وروسته راته احساس وشو چې دا جذبه قابو کول دي، د ماشومانو جګړې او وژنې کيږي، هر څيز دې په حکومت وانه چول شي چې دا د حکومت غلطي ده".

هغه په مطبوعاتو نیوکې کړي چې ولې دغه سوچ نه بدلوي.

د پيپلز ګوند پلوشه عباس په ټویټر ويلي،

"پروېز خټک د پريانتا د وژنې جواز وړاندې کوي هغه دې د دغه څوکۍ څخه لرې کړی شي".

اوېس سليم نومي تن په ټویټر ویلي، "پروېز خټک د اخلاقو نه پرېوتې خبره کړې او وحشي عمل ته يې د جواز وړاندې کولو هڅه کړې ده".

مونيکا ویلي، "دا د شرم وړ جواز دی چې د دفاع وزیر پروېز خټک وړاندې کړی، چې ماشومان وو او په جذبه کې راغلي دي".

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري د سيالکوټ په پېښه په ټويټر ويلي وو، "په ټولنه کې مو ټايم بمونه لګولي دي، که دا بمونه ناکاره نه کړی شو نو دا به چوي، نور به څه کوي، وخت لکه د شګو د لاسو وځي، ډېره پاملرنه پکار ده".

د پنجاب حکومت او پولیسو ویلي، د سيالکوټ په پېښه کې تورن ککړ د 126 پورې کسان نيول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG