د پاکستان پوځ ویلي، په سياچن کې د پاکستان پوځي هيلي کاپټر غورځېدلی، دواړه پوځي پايلټان پکې مړه شوي دي.
پوځ نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (6دسمبر) ویلي، په پېښه کې دواړه پوځي پايلټان مېجر عرفان برچه او مېجر راجه ذيشان جهانزېب مړه شوي دي.
ويل شوی د پوځ د لټون او ژغورنې هيلي کاپټرې د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
سياچن د هماليه په شمالي غرييزه لړۍ کې د نړۍ دوېم غټ ګلېشير (د واورې ډک غر) شماريږي، او دې ته د پاکستان او هند ترمنځ لانجمنه کشمير په غرييزه لړۍ کې تر ټولو لوړ پوځي محاذ ويل کيږي.
د پاکستان د ځايي میډيا ترمخه د ګلګت بلتستان صوبايي حکومت ویلي دغه پېښه د ګانچې په ضلع کې رامنځته شوې ده.
تير کال هم په ګلګت بلتستان کې يوه پوځي هيلي کاپټر غورځېدلی وو.
تير کال د دسمبر په میاشت کې رامنځته شوې پېښې په اړه پوځ ويلي وو، په دغه پېښه کې د مېجر محمدحسېن او دوهم پايلټ مېجر ایاز حسین په ګډون نایک انضمام عالم او سپاهي محمد فاروق مړه شوي وو.
په پاکستان کې وخت په وخت د هوايي ځواک د تربيتي الوتکو غورځېدو او تباه کېدو پېښې هم رامنځته کيږي.