لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونیسیف د افغان ماشومانو لپاره د دوه ارب ډالرو مرستې غوښتنه کړې


واشنګټن ـــ د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرسته کوونکې ادارې یونیسف د افغان ماشومانو او د هغوی د کورنۍ د ژغورنۍ لپاره تر بل هر وخت د زیاتې دوه ارب ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

دغه اداره وايي دغه دوه ارب ډالر به په خوارځواکۍ له اخته یو میلین ماشومانو سره پر بیړنیو مرستو، د 10.5 میلینه ماشومانو لپاره د شري پر وېکسین، 11.5 میلینه کسانو ته د پاکو اوبو پر برابرولو او د 7.5 میلینه افغان ماشومان لپاره تعلیم ته په رسایۍ باندې ولګول شي.

یونیسیف نهې- سه شنبې په ورځ پخپله خبرپاڼه کې ویلي د افغانستان د 24 میلینه کسان مرستو ته اړتیا لري چې وايي نیمايي یې ماشومان دي. وایي د دې مرستې په ورکولو سره به د افغان ماشومانو روغتیا، زدکړې، خوراک او د دوی کورنۍ وژغورل شي.

د ملګرو ملتونو ادارې ویلي په افغانستان کې د بشري حالت له خرابېدو سره دغه هیواد د روغتیا او خوراک په برخه کې د کړکېچ ترڅنګ د وچکالۍ، شري، پولیو او نورو چېلنجونو سره هم مخ دی.

په افغانستان کې د یونیسف استازي الیس اکونګا ویلي، په افغانستان کې بشري حالت په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره نازک دی:

"ژمی شروع شوی دی، یونیسف او همکاران یې له زیاتې مرستې پرته نه شي کولای هغو ماشومانو او کورنیو ته ځانونه ورسوي چې موږ ته اړتیا لري، په میلیونونو ماشومان د لوږې له خطر سره مخ دي."

یونیسیف اټکل کوي چې په 2022م کال کې به تر پینځو کلونو کم عمره هرو دوو ماشومانو کې یو به یې د خوراک د کمښت، پاکو اوبو او حفظانِ صحت ته د رسایۍ نه لرلو له کبله له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي وبایي ناروغۍ بیا د افغان ماشومانو لپاره یو بل ستر خطر دي، وایي په 2021م کال کې یواځې د شري ناروغي تر 60 زره زیاتو ماشومانو ته ور پورې شوې ده.

یونیسف وایي که افغان استادانو ته تنخاوې ورنه کړل شي او د بېوزلۍ کچه دوام ولري 10 میلینه ماشومان به له تعلیمه د محرومېدو له خطر سره مخ شي. وایي دا مهال 4.5 میلینه افغان ماشومان ذهني او بدني مرستو ته اړتیا لري.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو این ایچ سي‌ آر په وروستیو ورځو کې خبرداری ورکړی د ژمي په رارسېدو په افغانستان کې میلینونه کسان د لوږې د بحران سره مخ دي.

د ناروې د کډوالو شورا وایي، په تېرو درې میاشتو کې تر درې لکه زیات افغانان په غیرقانوني توګه ایران ته تللي دي.

د اسوسیېټیډ پرېس د رپوټ له مخې په اوس وخت کې ډېر افغانان په غیرقانوني لارو ایران ته ځي او وایي په دې هېواد کې له مخکې هم درې میلینه افغانان د کډوالۍ ژوند کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG