لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بايډن، پيوټن ته: که روس په یوکرېن برید کوي، امریکا به روس ته د سختو اقتصادي بندېزونو د لارې ځواب ورکړي


د امریکې صدر جوبايډن د نهې/ سه شنبې په ورځ په ورچوول يا ويډيوي لیدنه کې د روس صدر ولاديمير پيوټن ته خبرداری ورکړی که روس د يوکرېن پرضد بريد کوي، نو امريکا کولی شي چې په روس سخت اقتصادي بندېزونه ولګوي.

د امریکې د ملي امنيت سلاکار جېک سېلوين په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، که روس په يوکرېن بريد وکړو نو امریکا او يورپي ايتلافيان يې په ځواب کې په روس سخت اقتصادي بندېزونه لګولی شي.

هغه ويلي، د روس د بريد په ځواب کې، امریکا يوکرېن ته نور دفاعي سامان ورکولی شي، کوم چې دا وخت ورکوي، او خپلو نېټو اتحاديانو ته به په ختيځو پولو نور سېوا دفاع توان ورکړي.

سېلوين وویل، صدر بايډن د روس صدر ته يو بل وړانديز هم وکړو چې د شخړې په ځای دې د سفارتکارۍ لاره خپله کړي.

د امریکې صدر د خپلي روسي سيال سره تر دوه ساعتونو پورې ليدلي دي، دا ليده کاته په داسې حال کې شوي چې لويديځ اندېښنه څرګندوي چې روس په ګاونډي يوکرېن بريد ته تيار ليدل کيږي.

سپينې ماڼۍ ويلي، صدر بايډن په ماملاتو پراخه خبرې کړي، او د امریکا او يورپي اتحاد لخوا یې د يوکرېن پولې ته نزدې د روس د پوځ په زياتوالي ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

بايډن د روس صدر پيوټن ته په ډاګه ويلي که روس د يوکرېن پرضد پوځي يرغل وکړو، امریکا او اتحاديان به یې د کلکو اقتصادي بندېزونو سره د روس پرضد نور ګامونه واخلي.

امریکايي صدر په دغه ليدنه کې د يوکرېن د خپلواکۍ او سيمې د امنیت په لړ کې د امریکا د ملاتړ ژمنه کړې او د شخړې کمولو دپاره د سفارتي لارې خپلولو په خبره ټينګار کړی دی.

سپینې ماڼۍ ويلي، دواړو مشرانو خپلو ټيمونو ته زمه واري ورکړې چې د خبرو لړۍ دوامداره وساتي.

ويل شوي د دواړه مشرانو ترمنځ د ايران او سيمې په مسلو هم بحث شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG