د پاکستان د ټاکنو کمېشن د خېبرپښتونخوا څانګې د وزیراعظم عمران خان په نوم خط ليکلی او په صوبه کې د بلدياتي ټاکنو د قاعدې يا ضابطه اخلاق د عملي کولو مشوره يې ورکړې ده.
د پېښور ريجنل الېکشن کمېشن لخوا نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (اتم دسمبر) ليکل شوي خط کې ويل شوي چې د ډان ورځپاڼې څخه ورته مالومه شوې چې تاسو (وزیراعظم) نن د پېښور ممکنه سفر کوئ او د "پاکستان کارډ پروګرام" پرانسته کوئ.
د ټاکنو کمېشن په خط کې ويلي، "ستاسو (وزیراعظم) پام راګرځول کيږي چې په کومه علاقه کې ټاکنې کيږي، هلته د پرمختيايي کارونو اعلان نه شي کېدی".
په خط کې زیاته کړی شوې چې د ټاکنو د کمېشن د قانون ترمخه د ټاکنو د نېټې اعلان کېدو وروسته صدر، وزیراعظم، ګورنر، سپيکر، مرستيال سپيکر، يا د اسمبليانو چيرمېن، د سېنېټ مرستیال چيرمېن، مرکزي او صوبايي وزیران، د وزيراعظم او وزيراعلا مرستيالان او په عامو ولسي څوکيو ناست کسان نه شي کولی چې د ټاکنو د علاقې سفر وکړي او هلته پرمختيايي اعلان وکړي او د ټاکنو د کمپاين برخه جوړ شي.
ويل شوي که چرته يو څوک د هغه ضلعې سره تعلق لري چرته چې ټاکنې کيږي، هغه دغه ضلعې ته ورتلی شي خو په يو ډول سياسي هلو ځلو کې برخه نه شي اخستی.
د ټاکنو کمېشن لارښوونه کړې، د ياد شوي قانون ترمخه تاسو (وزيراعظم) ته مشوره درکول کيږي چې د ټاکنو د کمېشن د قانون سرغړونه ونه کړئ، ګنې دغه قانون په عمل کې راوستل کېدی شي.
د ټاکنو کمېشن دا خط په داسې حال کې ليکلی چې نن د وزیراعظم دفتر ويلي، وزیراعظم عمران خان ن د پېښور يو ورځنی سفر کوي، هغه به د وزیراعلا، ګورنر او سياسي مشرتابه سره ويني.
د وزیراعظم دفتر ويلي چې وزيراعظم به د جامعه جوماتونو په ايمه کرامو کې د مالي مرستو د پروګرام لاندې چيکونه ويشي، د کاروباري اتحاديو سره به ويني، او نور رعايتي پروګرامونه به اعلانوي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د پېښور سفر په داسې حال کې کوي چې د ټاکنو کمېشن د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په ګډون په 17 ضلعو کې په 19 اګست د بلدیاتي انتخاباتو کولو اعلان کړی دی.
په شپږم دسمبر هم الېکشن کمېشن د خېبرپښتونخوا د تعلیم وزیر کامران بنګش او د صوبايي اسمبلۍ غړي احمد کريم کنډي ته د بلدياتي انتخاباتو په اړه د ضابطه اخلاق د سرغړونې نوټس اخستی او د سپيناوي دپاره يې بللي وو.