کوټه ـــ د بلوچستان ايالت د پنجګور ضلعې په ګچک هاني تل سیمه کې د پينځو تنو مړي موندل شوي، په وژل شوو کې دوه سکه وﺭوڼه هم شامل دي. د وژنې سبب یې تر اوسه نه دی معلوم.
د پنحګوﺭ ضلعې د لېویز ځواک يوه لوړپوﺭي چاﺭواکي د نوم نه ښکاﺭه کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، چې دا پېښه د سه شنبې- نهې په وﺭځ شوې وه او دوی ته د ځايي خلکو له لوﺭي د وژل شوو د جسدونو خبر وﺭکول شوی وو:
“پينځه سرہ تنه په دﺯو ويشتل شوي دي”۔
چاﺭوکي ﺯياته کړه چې د وژل شوو جسدونه يې د چاﺭشنبې- شورو په وﺭځ پنجګوﺭ ﺭوغتون ته وړي او له ضروري پلټنو وﺭوسته يې د هغوی جسدونه د هغوی کوﺭنيو ته سپاﺭلي دي.
د لېویز چاﺭواکي په خبرہ په لومړيو پلټنو کې وﺭته معلومه شوې چې د دوو سکه وﺭوڼو په ګډون پينځه سرہ وژل شوي کسان د پنجګور د شبيستان سيمې اوسېدونکي دي.
وايي “د وژل شوو عمرونه له پينځويشت د څلويښتو کالو تر ميان دي”۔
چاﺭواکو په لومړيو پلټنو کې دا دعوه کړې چې ياد کسان تېره ورځ د سیل لپاره له ښاره وتلي ږو او د يادې سيمې په غرونو کې وژل شوي دي.
بلوڅ وسلوالې ډلې بي آﺭ پي (بلوچ ﺭيپبليکن آﺭمي) پر ټولنيزو ﺭسنيو د دې پيښې ذمه واﺭي منلې ده.
د لېویز ځواک په خبره د يادې پېښې مقدمه يې د نامعلومو کسانو پر ضد دﺭج کړې او د پېښې پلټنې يې پیل کړې دي.
دا په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د پنجګور او سرحدي ضلعې کېچ څخه د مړو راویستلو دوهمه پېښه ده، تر دې وړاندې هم د کېچ ضلعې له سیمې د دوو کسانو مړي موندل شوي وو.
ﺯياترہ وخت بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې د داسې پېښو ذمه واﺭي پر غاړه اخلي او توﺭ پوﺭې کوي چې (وژل شوي کسان) د پاکستان له امنيتي او استخباﺭاتي اداﺭو سرہ په څه نا څه ډول تړاو لري.
خو حکومت او اداﺭې بیا زیاترہ وخت د دوی دغه ادعا ﺭدوي او وایي چې وسلوال بې پلوہ او عام خلک وژني.
په بلوچستان ايالت کې له تېرو څو لسیزو ﺭاهيسې حالات کړکېچن دي، وخت ناوخته د بمي چاودنو، هدفي وژنو او د مرموﺯو وژنو تر څنګ، په ډﺯو د وژل شوو مړي هم موندل کېږي۔
بلوڅ قامپرسته ګوندونه او وسلوالې ډلې د مسخ شوو لاشونو توﺭ پر امنيتي او استخباراتي اداﺭو لګوي خو د پاکستان امنيتي او استخباراتي اداﺭې داسې توﺭونه تل ﺭدوي او توﺭ پوﺭې کوي چې په بلوچستان کې نا امني خوﺭوونکي قوتونه د پاکستان د دښمن قوتونو لاسپوڅي دي او د پاکستان دښمنان نه غواړي چې پاکستان پرامن شي او پر مختګ وکړي.