لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د استازو جرګې د چین له سینکیانګ څخه په وارداتو د بندیز قانوني مسوده تصویب کړه


واشنګټن - د امریکا د استازو جرګې یا هاوس اف ریپرېزینټیټیو د شورو یا چهارشنبې په ورځ داسې یوه قانوني مسوده تصویب کړه چې له مخې یې د چین د سینکیانګ له سیمې څخه په وارداتو باندې بندیز ولګېده.

دغه بندیز د هغو اندېښنو له امله لګول شوی چې په یادې سیمه کې په خلکو باندې چې اکثره یې مسلمان اقلیتونه دي په زوره کار کېږي.

دا د امریکا د هغو دریو اقدماتو څخه یو دی چې غواړي د ویغور مسلمانو لږکیو په وړاندې د پېکنګ رویه بدله کړي.

د امریکا د استازو جرګې په ویغوریانو باندې په زوره د کارکولو د مخنیوي قانون په غوڅ اکثریت یعنې ۴۲۸ موافقو او یواځې ېوې مخالفې رایې باندې تصویب کړ.

اوس به دا قانون سنېټ ته د تصویب لپاره وړاندې کېږي او بیا به د ولسمشر جو بایډن لخوا لاسلیک کېږي.

له نوي قانون څخه داسې انګېرل کېږي چې د چین حکومت په سینکیانګ کې د ایغور او نورو مسلمانانو لپاره ګڼ توقیف ځایونه جوړ کړي او په زوره پرې کارونه کوي.

چین په سینکیانګ کې د تېریو خبره ردوي خو د امریکا حکومت او د بشري حقونو اکثره ډلې وايي، پېکنګ هلته ټول وژنه یا قتل عام روان کړی.

جمهوري غوښتونکو یا ریپلېکنز د بایډن سپینه ماڼۍ او په کانګرس کې د هغه ملګري ډیموکراټان په دې تورن کړي دي چې دغه قانون یې ډېر ورو مخې ته وړه ځکه له دې سره به د ولسمشر لخوا د انرژۍ د نوې کولو اجندا پېچلې شي.

سینکیانګ د نړۍ د لمريزې برېښنا یا سولر پنلونو لپاره تر ټولو زیات توکي برابروي.

خو سپینې ماڼۍ او د کانګرس ډیموکراټان د دې قانون ورو کول ردوي.

په چین کې د بشري حقونو د تېریو او ظلمونو په یادولو سره د بایډن ادارې د ګل یا دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا حکومتي چارواکي به د ۲۰۲۲ کال د ژمي المپیک لوبو څخه بایکاټ وکړي.

د استازو جرګې چې اکثره یې ډیموکراټان دي د چین او حقونو په اړه دوه نورې قانوني مسودې هم په غوڅ اکثریت سره تصویب کړې دي.

د استازو جرګې د صفر په وړاندې په ۴۲۸ رایو باندې هغه قانوني مسوده هم تصوب کړه چې د المپیک نړیوالې کمېټې د چین له حکومت سره د همکارۍ په سر بشري حقونو ته د خپلې ژمنتیا څخه تیری کړی دی.

د یوې رایې په وړاندې په ۴۲۷ موافقو رایو سره هغه قانوني مسوده هم پاس شوه په کومه کې چې د ویغوریانو او نورو مذهبي اقلیتونو په وړاندې روانه ټول وژنه او د بشريت پرضد جرمونه غندل شوي دي او په دې اړه په ملګروملتونو کې د اقداماتو غوښتنه شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG