لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان بزګرو د کوکنارو کرلو ته دوام ورکړی، طالبان یې په اړه څرګند دریځ نه لري


واشنګټن – په افغانستان کې بزګر وايي، دوی به د کوکنارو کرلو ته دوام ورکړي، په داسې حال کې چې طالبان یې د له منځه وړلو لپاره څرګنده پالیسي نه لري.

د نور په نامه ۵۲ کلن بزګر چې د افغانستان د لویدیځ فراه ولایت په یو لېرې کلي کې ژوند کوي وايي، "مونږ بل انتخاب نه لرو پرته له دې چې کوکنار وکړو."

د امنیتي دلایلو له امله هغه خپل پوره نوم څرګند نه کړ. د لسو ماشومانو پلار نور او د هغه کورنۍ به د کوکنارو له کرلو پرته له لوږې سره مخ شي.

هغه وویل، "زه باوري نه یم چې د فصل تر ټولېدو پورې به زه څه ډول خپلو ماشومانو ته خواړه برابروم. مونږ د یوې پوره میاشت لپاره هم خواړه نه لرو. بیې پورته شوي دي او خلک د خوراکي توکو د اخېستلو توان نه لري."

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې د ادارې لخوا په اکټوبر کې په یو خپور شوي راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې په افغانستان کې به د ۲۰۲۲ کال تر مارچ میاشت پورې د هغو خلکو شمېر ۲۲.۸ میلیونو ته ورسېږي کوم چې د خوراکي توکو له سخت کموالي سره مخ دي او دا ددغه هېواد د ټول نفوس ۵۵ سلنه جوړوي.

په دغه راپور کې دا هم راغلي وو چې د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر او اکټوبر میاشتو ترمنځ دغه شمېر ۱۸.۸ میلیونو ته رسېدله.

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) ویلي،‌ چې افغانستان د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین پر لور روان دی.

دغه ادارې ویلي، "دوامداره وچکالۍ، زیاتېدونکي بې ځایه کېدو، د عامه خدماتو له منځه تللو او د اقتصادي بحران د ژورېدو له امله ټول هېواد له زوړ یا ګړنګ سره مخ دی.

نور چې د ډېرو کالو راهیسې کوکنار کري وايي، چې غنم چې په اصل کې په دې ولایت کې کرل کېدل لږه ګټه لري او تر کوکنارو کرلو یې زحمت زیات دی.

هغه وویل،‌ "د کوکنارو کرل یواځې شپږ میاشتې وخت نیسي او لږو اوبو ته اړتیا لري ځکه مونږ له وچکالۍ سره مخ یو او د غنمو په کرلو کې ډېرې پېسې هم نشته."

د کوکنارو په کرلو کې د خلکو بله ګټه سږ کال دا وه چې په اګسټ کې د طالبانو لخوا د واک له ترلاسه کولو سره د اپینو بیې هم پورته لاړې.

د نشي توکو او جرمونو په برخه کې د ملګروملتونو ادارې (یو ان او ډي سي) په یو راپور کې چې تېره میاشت خپور شوی ویلي دي، چې د ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې د سیاسي حالاتو له بدلون سره بیې دوه چنده زیاتې شوې دي.

افغانستان په نړۍ کې د کوکنارو تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد دی. یو ان او ډي سي‌ وویل په ۲۰۲۰ کال کې په نړۍ کې د کرل شویو کوکنارو ۸۵ فیصده یې په دې هېواد کې وو.

اپین په افغانستان کې له ۱.۸ څخه تر ۲.۷ فیصدو پورې عایدات جوړوي چې دا په ۲۰۲۱ کال کې د جي ډي پي له شپږو څخه تر یولس فیصدو پورې کېدل.

د طالبانو دریځ:

د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد په اګسټ کې په خپل لومړني خبري کانفرانس کې ژمنه وکړه چې دغه ډله به د کوکنارو کرکېله او قاچاقو مخه نیسي.

"مونږ خپلو هېوادوالو او نړیوالو ته بشپړ ډاډ ورکوو چې افغانستان به نور د کوکنارو او اپینو مرکز نه وي."

هغه له نړیوالو څخه د مرستې غوښتنه وکړه چې له بزګرو سره د نورو سرچینو په برابرولو کې مرسته وکړي.

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې اداره (اف اې او) د غنمو د کرلو ملاتړ کوي او له همدې امله یې په افغانستان کې د ژمي په موسم کې د غنمو د کرلو بستې په ۳۱ ولایتونو کې وېشلې دي او په نړیوالو یې غږ کړی چې د کرنیزو تولیداتو د بیړني ملاتړ لپاره لویه مرسته وکړي.

د افغانستان د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې ۶۴ کلن بزګر سید علي وايي، پر مځکو باندې کوکنار د غنمو او جوارو په پرتله پنځه شپږ چنده زیات کرل شوي.

"حتی په هغو مځکو چې په تېرو ۲۰ کالو کې کوکنار نه وو کرل شوي‌ سږ کال پرې کرل شوي دي. دا زمونږ د ژوندانه چاره ده. د نورو تولیداتو لپاره مارکېټ نشته."

زبیح الله مجاهد تېره میاشت په یوې مرکه کې وویل، افغانان "له اقتصادي بحران سره مخ دي او خلک د خپلو عایداتو له یواځینۍ سرچینې څخه درول یو ښه نظر نه دی."

طالبانو د ۲۰۰۰-۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د کوکنارو کرل بند کړي وو چې بیا وروسته د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د امریکا او متحدینو لخوا له واک څخه ګوښه کړای شول خو په تېرو شلو کلونو کې هغو د کوکنارو د کرکېلې او قاچاقو څخه هغوی د اصلي سرچینې په توګه ګټه ترلاسه کوله او همدا یې د ترهګرۍ لپاره اصلي مالي سرچینه وه.

د ملګروملتونو د جون میاشتې د راپور له مخې، د کوکنارو کرکېله او تجارت د طالبانو لپاره د عایداتو تر ټولو مهمه سرچینه وه.

په ۲۰۲۰ کال طالبانو د کوکنارو له کرلو او تجارت څخه تقریبا ۴۶۰ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.

نور وویل، طالبانو نه یواځې د کوکنارو له کرلو څخه ګټه ترلاسه کړې بلکه له بزګرانو څخه یې په زوره ټکس یا مالیه هم اخېستله.

هغه دا هم وویل، چې اوس ورته طالبانو د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره هېڅ هم نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG