لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د بشري حقونو له امله په چین، میانمار او شمالي کوریا باندې نوي بندیزونه ولګول


واشنګټن – امریکا د جمعې په ورځ د بشري حقونو له امله د چین، میانمار، شمالي کوریا او بنګلدیش په لسګونو کسانو باندې بندیزونه ولګول او د سینس ټایم ګروپ په نامه د چین ارټېفېشل انټېلېجنس کمپنۍ یې په تور لست کې واچوله.

کاناډا او برتانیه هم له امریکا سره د بشري حقونو له امله په میانمار باندې د بندیزونو لګولو کې یو ځای شوه خو واشنګټن د ولسمشر جوبایډن د ادارې لاندې په شمالی کوریا باندې لومړني نوي بندیزونه لګولي او د بشري حقونو د ورځې په مناسبت یې په میانمار کې په یو شمېر پوځي ادارو باندې هم بندیزونه لګولي.

د امریکا د خزانې وزارت مرستیال وېلې اډیمو په یو بیان کې ویلي، "زمونږ نني اقدامات په ځانګړي توګه هغه چې له برتانیې او کاناډا سره په شراکت ترسره شوي یو پیغام استوي چې په نړۍ کې ډیموکراسۍ به د هغو خلکو پر ضد اقدام کوي څوک چې له واک څخه ناوړه ګټه اخلي او خلک ځپي."

په ملګروملتونو کې د شمالي کوریا ماموریت او په واشنګټن کې د چین، میانمار او بنګلدیش سفارتونو دمګړۍ د دغو نویو بندیزونو په اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا د خزانې وزارت په بیان کې ویلي، دوی د سینس ټایم په نامه د چین ارټېفېشل انټېلېجنس کمپنیانې د دې له امله تور لست ته غورځولي چې دوی د مخ پېژندلو داسې پروګرامونه یې جوړ کړي چې پرې ځانګړي نژادونه په نخښه کوي او ځانګړې موخه یې د ایغوریانو د پېژندلې لپاره ده.

بیان زیاتوي، چې په یادې کمپنۍ به د پانګونې لپاره بندیزونه وي او امریکايي پانګوال به پکې له پانګونې څخه منع کوي.

د ملګروملتونو کارپوهانو او د بشري حقونو ډلو اټکل کړی چې تر یو میلیون زیات کسان چې اکثره یې ویغوریان او د مسلمانو لږکیو له ډلې څخه دي په دې وروستیو کلونو کې د چین په سینکیانګ سیمه کې بندي کړای شوي دي.

چین په سینکیانګ کې د بشري حقونو تیري ردوي خو د امریکا حکومت او د بشري حقونو نورې ډلې وايي، پېکنګ هلته قتل عام روان کړی.

د خزانې وزارت دا هم ویلي، چې د شمالي کوریا د عامه سارنوال دفتر سوشل سکیورټي پخوانی وزیر او د وسلوالو ځواکونو نوی ټاکل شوی وزیر رې یانګ ګېل باندې یې هم بندیزونه لګولي دي.

ولسمشر جو بایډن په دې اونۍ کې د نړۍ له سلو څخه زیات مشران په یوې انلان سرمشریزه کې سره راټول کړي وو په کومه کې چې هغه ژمنه وکړه په نړۍ کې جمهوریتونو ته وده ورکوي او د زور واکو په وړاندې به د خلکو له حقونو او ازادیو څخه دفاع کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG