لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د کرونا څخه د ماشومانو د مړينې کچه په غېر معمولي ډول سېوا ده، څيړنه


په پاکستان کې د کرونا څخه د ماشومانو د مړينې د شرحې مالومولو دپاره يوه څيړنه شوې چې پکې مالومه شوې چې د کرونا وايرس څخه په پاکستان کې د لويديځ يا غربي هېوادونو په پرتله زيات ماشومان مړه شوي دي.

په څيړنيز رپورټ کې ويل شوي چې په پاکستان کې په اووه و کې يو ماشوم يا 14 فيصده ماشومان د کرونا له امله ژوند بايلې، کومه شرح چې د صحت د نړيوالې ادارې ترمخه د لويديځ يا غرب په مقابله کې څو چنده سېوا ده.

اغا خان پوهنتون هسپتال په لسم دسمبر خپره کړې يوه خبر پاڼه کې ويلي، چې د تير کال 2020 د مارچ څخه تر روان کال 2021 د دسمبر پورې په ملک کې د 1100 هغو ماشومانو طبي څيړنه شوې چې کرونا وايرس ورته لګېدلي او په روغتونو کې داخل کړی شوي وو.

په بيان کې ويل شوي په ماشومانو د څيړنې رپورټ د اغا خان پوهنتون په مشرۍ، د کراچۍ، راولپندۍ او لاهور د روغتونونو سره په مرسته تيار کړی شوی دی.

ويل شوي په دغه موده کې په کرونا اخته 14 فيصده ماشومان يا په اووه کې يو ماشوم ژوند د لاسه ورکړی دی.

د بيان ترمخه په څيړنه کې مالومه شوې، زیاتره هغه ماشومان چې د خوراک د کمي سره مخ وو، کېنسر يا د زړه په ناروغتو اخته وو، هغوی زیات اغېزمن شوي دي.

خو د دې سره بيا ويل شوي هغه ماشومان چې د يوې نه په زياتو ناروغتو اخته وو، د هغو د مړينې شرحه 19.5فيصده يا په پينځه و کې يو ماشوم د کرونا له امله مړ شوی دی.

په څيړنيز رپورټ کې ويل شوي چې په لويديځ يا غربي هېوادونو کې د کرونا څخه د ماشومانو د مړينې شرحه يو فيصد وه.

ويل شوي د کرونا څخه د ماشومانو د مړينې د زياتې شرحې دوه علتونه مخې ته راغلي، يو دا چې دغه ماشومان د وړاندې نه په کرونا اخته وو او په روغتونونو کې داخل وو او دوېم دا چې په درېو کې يو ماشوم په نورو ناروغو اخته يا يې روغتيايي حالت سم نه وو.

په اسلام اباد کې په ياده موضوع ترسره شوي سيمينار کې د اغا خان پوهنتون ډاکټر قلب عباس، ډاکټر فايزه جهان او ډاکټر شازيه محسن چې دغه څيړنيز رپورټ يې تيار کړی، ويلي يې دي، چې په مجموعي ډول د کوېډ-19 يا کرونا څخه د غټ عمر کسانو په مقابله کې د ماشومانو د مړینې شرحه کمه ده خو دا اوس په ډاګه شوې چې کرونا وايرس ماشومانو ته هم لګي.

دوی سپارښتنه کړې دا وايرس چې بدليږي ډاکټران بايد په دغه اړوند د درملنې دپاره د تازه پرمختګونو څخه ځان خبر وساتي.

په ياد سيمينار کې وينا کوونکو ويلي، چې د صحت نړيوالې ادارې تراوسه پورې د 12 کالو نه د کم عمر ماشومانو دپاره د کرونا ويکسينو سپارښتنه نه ده کړې، خو ورسره يې دا خبره هم په ګوته کړې چې د نورو ناروغو سره ماشومانو ته د کرونا ویکسين لګول هم پکار دي.

ډاکټرانو ويلي، چې د دوی په څيړنه کې مالومه شوې چې د کرونا څخه زياتره د يو کال نه تر نهه کالو د عمر پورې ماشومان مړه شوي، خو ويلي يې دي چې دوی خپله څيړنه د هند، اېتهوپیا او افريقې د خپلو همکارانو سره پرتله کړي د هغې وروسته به د دې جوګه وي چې د ويکسينو په پاليسۍ کې کوم ډول بدلون پکار دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG