لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جنوبي افریقا ډاکټران وايي، د کورونا اومېکران ډول له ډلټا څخه لږ خطرناک دی


واشنګټن – د اومېکران په نامه د کورونا نوی ډول په جنوبي افریقا کې په خپرېدو دی.

ډاکټر انبن پیلې هره ورځ د کورونا په لسګونو ناروغان ګوري خو تر اوسه یې اړتیا نه ده لیدلې چې څوک روغتون ته واستوي.

دا یو له هغو دلایلو څخه دی چې دی، نور روغتیاپالان او روغتیا پوهان ګومان کوي چې د اومېکران ډول په ريښتیا هم د ډلټا ډول په پرتله د کمزورې یا خفیفې کورونا سبب ګرځي که څه هم داسې ښکاري چې په چټکۍ سره خپرېږي.

پېلې د خپلو ناروغانو په اړه وویل، "دوی کولای شي ناروغي په کور کې کنټرول کړي."

دی زیاتوي، "اکثره ناروغان د تجرید په حالت کې له لسو تر ۱۴ ورځو موده کې ښه کېږي."

هغه وړاندې وویل، په دغو ناروغانو کې زاړه خلک او هغه چې نورې روغتیايي ستونزې لري هم شامل دي.

په جنوبي افریقا کې د اومېکران د رامنځته کېدو راهیسې په تېرو دوو اونیو نورو ډاکټرانو هم ورته معلومات شریک کړي.

خو ټولو ویلي چې ډېر وخت ته اړتیا ده چې کافي ډېټا راټوله شي تر څو دوی نور هم باوري شي.

د جنوبي افریقا د ساري ناروغیو د ملي‌ انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې، په دې وروستیو اونیو کې‌ په روغتون کې د کورونا د بستر شویو ناروغانو له ډلې څخه یواځې ۳۰ سلنه یې سخته ناروغي لري چې دا د کورونا د وبا د پیل له ورځو نیم کم شمېر دی.

دوی دا هم وايي، د کورونا له امله په روغتون کې د ناروغانو د پاتې کېدو وخت اوس څخه کم درې ورځې دی خو مخکې دا وخت اته ورځې و.

همدارنګه په دې ورځو کې په روغتون کې د بستر شویو ناروغانو له ډلې څخه یواځې درې فیصده مړه شوي په داسې حال کې چې دا د وبا په پیل کې کابو ۲۰ فیصده و.

خو د افریقا د څېړنو له انسټیټیوټ څخه د ویلیم هنیکان په څېر ځینې ډاکټران وايي، دا د اومېکران نوې ورځې دي او مونږ باید کافي مالومات ترلاسه کړو ځکه ځینې وخت روغتونونو ته زیات ورتګ او مړینه ناوخته زیاتېږي.

په ورته خت کې روغتیا پوهان په ګرده نړۍ کې په دې غور کوي چې موجوده واکسینونه به څومره د کورونا د نوي ډول په وړاندې اغېزمن وي.

بله داچې لا تر اوسه هم د کورونا ډلټا ډول په نړۍ کې زیاتې پېښې لري خو اومېکران هم له ۳۸ زیاتو هېوادونو ته خپور شوی او داسې ویل کېږي چې په چټکۍ سره به خپور شي.

جنوبي افریقا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د کورونا د ۱۹۰۰۰ پېښو اعلان وکړ چې دا شمېره د تېرو څو اونیو څخه په ورځ کې ۲۰۰ زیاته ده.

د جنوبي افریقا د روغتیا وزیر جو فېلا د جمعې په ورځ وویل،‌ چې د کورونا په نوې څپه کې تر اوسه پورې تر ۹۰۰۰۰ زیات کسان نوي په کورونا باندې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG