لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مسلمانه ټولنه کې ښځې قيادت اخېستلو ته بېلا بېلې لارې خپلوي


 عزیزه موفېد چې په مراکش کې د اسلامي پوهې ښونکې ده
عزیزه موفېد چې په مراکش کې د اسلامي پوهې ښونکې ده

واشنګټن - کله چې خلود الفقيح په فلسطيني سيمو کې د اسلامي عدالت قاضڼه وټاکل شوه نو لږه موده يې شوې وه چې يوه ښځه يې عدالت ته ورغله، دې ته يې وکتل او بيرته ستنه شوه او په ګورېدو کې يې ويل د خپلې مقدمې فيصله به په ښځه ونه کړي.

الفقيح خفه شوه خو حيرانه نه وه ځکه چې خلک د مودو مودو نه د دې سره اشنا دي چې په دغو ځايونو کې پټکي په سر سړي ناست وي.
اسوسېټېډ پریس لیکي، دا کال 2009 و چې الفقيح په هغه دوو لومړنیو ښځو کې وه چې د فلسطین په لویدیځې غاړې (وېسټ بينک) کې په اسلامي عدالت کې قاضڼه ولګېده.

خو هغه تر ټولو مهمه دا بولي چې په عدالت کې وي او د ښځو د ذاتي ژوند په اړه لکه طلاق، نان نفقه ورکولو، د بچو اخېستلو حق او د ميراث ګټلو پورې فيصلې پخپله وکړي.


الفقيح وايي، “څه چې ډېر راپارونکي دي هغه دا چې دا عدالتونه د ښځو د مقدمو واک کوي. د ښځې ټول عمر د دې عدالتونو سره تړلی دی”.

د الفقيح په رنګ ښځې چې په اسلامي ټولنو کې ځان ته په ځای جوړولو کې بريالۍ کيږي شمار يې په زياتېدو دي او د دې له سوبه نورو ته د دوی په پلونو د تګ لاره سميږي.
په نړيواله کچه ښځې په اسلامي سکولونو او پوهنتونونو کې زده کړې ورښايي، درس قران کوي، تبليغ کوي او ډېرې ښځې عقيده لرونکو ته لار ښونه کوي.

په عامه کچه د اسلامي قيادت واګې تر ډېره حده د سړو په لاس کې دي او يوه ښځه د ښځو او سړو د شريک مونځ امامتي نه شي کولی خو ډېرې ښځې دا وايي د دې نه پرته هم نورې لارې شته چې قيادت تر لاسه کړي.

اسوسېټېډ پریس لیکي، د لندن په هوران يونيورسټي کالج کې د لندن او وېنډسر ټولنې د اسلامي علومو د څوکۍ مشر اينګرېډ ميټسن وايي “تر څو چې د پوهې خبره ده نو مشر هغه وي چې مذهبي سکالر وي، روحاني مشر وي، هغه څوک وي چې خلکو د هغوی دين ورښايي نو دا ښځه او سړی دواړه کولی شي او تاريخي توګه دا روان دي او کيږي”.

په اسلامي ملکونو کې د ښځو د قيادت په حقله بيلا بيل خيالات موندل کيږي چې ښځو ته د قيادت کولو اجازه او اهميت شته او کنه.
د پيغمبر اسلام د څه رواياتو او کړنو په اړه معلومات ښځو خوندي کړي او د نورو سره شريک کړي چې د ټولو نزدې پکې ورته خپلې کورودانې وې. ډېرې ښځې وايي، هم دا دوی ته يو بنياد ږدي چې دوی پرې نورۍ ودانۍ وخېژوي.

په مراکش کې:

عزيزه موفېد يوه څلوېښت کلنه مراکشۍ ښځه ده او د هغې جملې نه ده چې په مذهب کې يې د قيادت کولو لار خپله کړې او په هېواد کې يې د مورچيدت لا د مذهبي هادي ښځې حيثيت ګټلی دی.
مورچيدت په يوه داسې اداره کې تربيه کيږي چې د ښځو او سړو دواړو د پاره د مراکش بادشاه محمد VIً جوړه کړې. فارع التحصيل ښځې په جماعتونو، سکولونو، هسپتالونو او جېلونو کې ټولګیو ته دين ښيي او د ښځو پوښتنو ته ځوابونه وايي.

موفېد چې د وبا د لاسه زيات کار د انټر نټ د لارې کوي او وټس ايپ کاروي د ښځو او په خاصه توګه پېغلو جينکو ته د هغوی په مسلو لکه ژوند ژواک، عبادات او حيض په اړه پوهه ورکوي وايی “څه داسې باريکې مسلې شته چې هغوی يې کېدلی شي د ميندو او خويندو سره هم شريکې نه کړي خو زمونږ په منځ داسې څه د شرم خبره نشته. زه هغوی ته وايم زه ستاسو خور يم. زه ستاسو ملګرې يم. زه ستاسو مور يم”.

په امريکا کې:

نيمه نړۍ لرې په امريکا کې سميه عمر چې په هارورډ پوهنتون کې وړومبۍ مسلمانه چيپلين په کال 2019 کې لګېدلې وايي، جينکۍ زده کونکې په دې خوشاله دي چې وتوانيږي د سړو په ځای دې ته خپلې مسلې او پوښتنې راوړي.
هغه وايي “زه دې پېغلو او ښځو ته په دې سوچ او هيله زده کړې ورکوم او خدمت يې کوم چې نورې ښځې به زما لوڼو ته سبا په دې نيت زده کړې ورښيي”.

اسوسېټېډ پریس لیکي، اغلې عمر چې مذهبي قيادت کولو ته يې هيڅ اراده نه وه د ژوند څه واقعاتو چې پکې د هغې د خراب کورني ژوند، طلاق، د يوې لور د کينسر ناروغۍ د لاسه مرګ او د نوي خاوند سره په شريکه دې کار ته ملا وتړله.
هغه وايي، د دې ډېرې روحاني اغېزې کېدلی شي “خو ډېرې ځوانې ښځې په دې نه دي پوهه چې مونږ د الله په نظر کې درنښت لرو”.

په وېسټ بينک کې

قاضڼې الفقيح وويل چې د فلسطين په اسلامي عدالت کې د ښځو د مودو مودو راهېسې د دې څوکۍ نه لرې پاتې کېدل په دې معنی ګڼل شوي چې ګني دا څوکۍ هم لکه د امام يو اسلامي حيثيت لري”.
خو د دې په مقابل کې افقيح ګڼي چې هغه دې مقام ته د انصاف ورکولو يوه څوکۍ وايي او د دې فيصلې د اسلامي شريعت په رڼا کې کيږي نو هيڅ وجه نشته چې ښځې په دې څوکۍ خدمت ونه کړي.
د الفقيح په قاضي جوړېدو مخالفتونه هم ډېر شوي وو او په يوه جمعه خو امام په مانځه کې دا وينا کړې وه چې ښځې بايد په داسې څوکیو ونه ګمارل شي خو اغلې الفقيح وايي “يو نه ريښتيا کېدونکی خوب يې ريښتيا شو”.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG