لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د افغانستان له کنګل پیسو د 28 کروړه ډالرو د ازادېدو هرکلی کړی


واشنګټن ـــ د طالبانو حکومت په بهر کې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ نه د 280 میلینه ډالرو د ازادېدو هرکلی کړی او دا یې د ستونځې د حل دپاره د یوې لارې پرانیستل کېدل بللي او وایي‌ د نورو منجمد پیسو ازادېدو ته به لار جوړه کړي.

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د نړیوال بېنک پرېکړه ستایلې، خو دا اقدامات یې په دوحه کې د طالبانو او امریکايي پلاوي تر منځ د وروستیو دوه ورځنیو بحثونو نتیجه بللې. د دې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وي او اې ته وویل دا اقدمات به په راتلونکي کې د نورو کنګل شوو پیسو خوشې کېدو ته هم لار پرانیزي:

"د افغانستان دولت سره مرسته شوې وه خو د دې تحولاتو وروسته نړیوال بانک هم هغه پیسې کنګل کړې او اوس پس له ډېره وخته په دې توانیږو چې د هغو پیسو څخه دوه سوه اتیا میلین ډالر راځي د بشردوستانه مرستو لپاره دا یو ښه ګام دی".

نړیوال بېنک منلې چې د ژمي په یخ موسم کې د افغانستان تر نیمایي د زیاتې ابادۍ د خوراک له کمي سره د مخ کېدو د اندېښنې له کبله نړیوالو مرستندویه ادارو افغانستان ته د ۲۸ کروړو ډالرو پر ورکولو رضا شوې دي.

نړیوال بېنک د جمعې په ورځ پخپل بیان کې ویلي وو چې د افغانستان د بیارغونې د فنډ یا اې آر ټي ایف دا پانګې به په دې بحراني حالت کې د افغان ولس د ژوند په ښه کولو مرسته وکړي.

فرانس پریس خبري ایجنسۍ پخپل رپورټ کې ویلي چې د نړیوال بېنک ازادې شوې پیسې به د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسیف او د خوراک نړیوالې ادارې ته په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره ورکول کېږي.

ټاکل شوې 180 میلینه ډالر ازادې شوې پیسې د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکړل شي چې د خوړو پر خوندیتوب او د خوارځواکۍ پر مخنیوي به یې لګوي. سل میلینه ډالر به یونیسیف ته ورکول کېږي چې د ماشومانو د بنیادي روغتیایي اسانتیاوو په برخه کې یې ولګوي.

د افغانستان د تجارت او سرمایه کارۍ چېمبر هم د افغانستان د 280 میلین ډالرو د ازادېدو او د امریکې د مالیې وزارت له خوا له بهره په افغانستان کې دننه خلکو ته د بېنکونو له لارې د شخصي پیسو د لېږلو د اجازې پریکړې ستایلې دي. د دې چېمبر مرستیال مشر خان جان الکوزی وایي:

"هیله مو داده چې نورې پیسې هم ازادې شي. زه فکر کوم د دې تاثیرات د افغانستان په اقتصاد باندې مثبت دي، شخصي اکاونټونو ته د پیسو لیږل رالیږل دا به په اقتصاد ځکه تاثیر وکړي چې دولتي پیسې نه دي".

د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وایي دا مهمه نه ده چې نړیوال بېنک د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه څومره ازادې کړې دي، بلکې مهم کار د لارې پرانیستل کېدل دي چې وایي کیدای شي په راتلونکي کې د نورو پیسو د ازادېدو سبب شي.

د امریکې حکومت د اګست په 15 مه کابل ته د طالبانو تر ننوتلو یوه ورځ وروسته د افغانستان بېنک شاوخوا نهه نیم اربه ډالره شتمني کنګل کړه او د طالبانو حکومت ته له سپارلو یې انکار وکړ چې له کبله یې د افغانستان بېنکي سیسټم له زوال سره مخ شو.

طالبانو په وروستیو کې د امریکې له کانګرس او حکومته غوښتنه کړې وه چې د افغانستان کنګل کړې پیسې ازادې کړي، امریکایي چارواکو یې دا غوښتنه رد کړې وه خو ویلي یې وو له افغانستان به بشري مرستې روانې ساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG