لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې راغلي توپان او بړبوکو 100 ته نزدې کسان وژلي


د امريکې په شپږو جنوبي او منځني رياستونو کې د جمعې په ورځ راغلي غېر موسمي توپان او بړبوکو کې د مړو شمېره د اتوار په ورځ نوره سېوا شوې خو د ژغورنې ادارو ويلي، دوی هيله کوي چې نور بچ شوي کسان به هم وژغوري.

د وي او اې د خبر ترمخه توپان تر ټولو زياته تباهي په کنټکي رياست کې اړولې ده چرته چې 80 تنه مړه شوي دي.

ويل شوي په دغه ریاست کې زيات کسان په مې مېفيلډ کې د شمعو (موم بتيانو) په کارخانه کې مړه شوي دي.

ويل کيږي په امریکا کې د دسمبر په مياشت کې راغلی توپان او بړبوکۍ بې موسمه دي.

د کنټکي ګورنر اېنډې بېشير سي اېن اېن ته ویلي، په کنټکي کې 80 تنو ژوند دلاسه ورکړی دی. هغه ويلي، دغه شمېره د 100 نه سېوا کېدی شي.

هغه ويلي دا به معجزه وي، چې د کنټکي په مېفيلډ د شمعو په کارخانه کې په 110 کار کوونکو کې د ملبې څخه نور کسان را اوويستل شي، هغه ویلي تراوسه پورې 40 کسان ژغورل شوي دي.

د امریکې صدر جوبايډن د اغېزمنو رياستونو د ګورنرانو سره خبرې کړي، او په کنټکي کې يې بېړني حالت اعلان کړي او دغلته يې د مرکزي فنډ کارولو اجازه ورکړې ده.

نوموړي د خالي/ شنبې په ورځ په ټويټر ويلي، په حالاتو خبر دی او انتظاميه يې د ګورنرانو سره کار کوي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG