لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خادم حسېن: د قامي ژبو او کلتورونو شاته غورځولو سره، ملک خپل تاوان کړی دی


وتلی پوهاند خادم حسېن وايي، که يو ملک يا رياست په خپله جغرافیه کې مېشتو قومونو، کلتورونو او ټولنو ته په فېصله سازۍ، د دولت په وېش او نورو ټولو چارو کې پوره او د برابرۍ برخه ور نه کړي، نو دغه ملک به په خپله د دغو شتمنيو نه محرومه پاتې کيږي.

په کراچۍ ارټس کونسل کې د اردو ژبې په څلور ورځني نړيوال کانفرنس کې چې د نهم دسمبر نه تر 12 پورې روان وو، د پښتو ژبې او ادب يوه غونډه هم تابيا شوې وه، چې پکې د پښتنو ملت پاله سياسي ګوندونو د غړو سره، شاعرانو اديبانو او عامو خلکو هم ګډون وکړو.

د پښتو ژبې او ادب د غونډې مشري کوونکي خادم حسېن په خپله وېنا کې وويل، "یو ملک يا ریاست تر هغې پورې سياسي، ټولنيز او اقتصادي استحکام او شتمني نه شي ترلاسه کولی تر څو پورې چې هغه ملک په خپل ايين، قوانينو او ادارو کې تکثيريت نه وي ځای کړي، مطلب چې په جغرافیه کې مېشت قومونه، ژبې، کلتورونه او ټولنې ته په فېصله سازۍ، د دولت په وېش کې برخه ونه او دغه ملک يا رياست مرکزيت لوري ته ځي نو د دغو ټولو شتمنيو نه به محرومه پاتې کيږي".

هغه وويل "په دې ملک کې که قامي ژبې او کلتورونه شاته غورځول شوي نو ژبو او کلتورونو ته يې کم زيان رسېدلی ملک ته يې زيات تاوان رسېدلی دی".

نوموړي وويل د دې ملک ځينې تحریکونه کومو ته چې د ازادۍ تحريکونه ويل کيږي په هغو کې درېو تحریکونو په پښتو ژبه او ادب ډېرې اغېزې کړي دي، د نوموړي په وېنا شايد چې دا د 1947 اثرات په پښتو ادب کې ډېر نه ښکاري کوم چې د دغو تحریکونو ښکاري.

خادم حسېن وویل "لومړی تحريک چې په پښتو ادب او ژبه يې اغېزې کړي هغه د بايزيد انصاري روشنايي مومنټ يا روښاني تحریک دی، دوېم تحريک چې ډېر اثر يې کړی دی هغه د خوشال خان خټک تحریک دی کوم چې په انفرادي ډول وو او د خوزښت بڼه يې نه لرله د پښتو ادب موضوعات يې ملي موضاعو ته راوستي دي. او درېم تحریک خدای خدمتګار تحریک او ورسره تړلي د صمد خان اڅکزي خوزښت، او د محمود ترزي او غازي امان الله تحريکونه شامل دي".

نوموړي د پښتو ادب د کلاسيک نه تر جديد ادب او عصري دور پورې ټولو پړاوونو او پښتو ادب باندې د نورو ژبود ادبياتو د اثراتو په اړه تفصيلې وينا وکړه، او په ځانګړي ډول يې په ځوانانو يې غږ وکړو چې "پښتو ادب او په ځانګړي ډول دوه ناول نګاران سعدالدين شپون او نصير احمد احمدي ضرور ولولي، او نورو ژبو ته يې ژباړې وکړي".

د پښتو ژبې او ادب د سرخط لاندې راجوړې غونډې نظامت کوونکي اجمل خټک کشر وويل، د اردو ژبې په نړيوال کانفرنس کې د نورو ادبي بحثونو سره د قومي ژبو په اهميت خبره وشوه.

هغه وویل د اردو ژبې په دې نړیوال کانفرنس کې غوښتنه وشوه چې په پاکستان کې د صوبايي او علاقايي ژبو خبره کيږي، دا علاقايي او صوبايي نه بلکې قومي ژبې دي او رياست بايد دې ته د قومي ژبو حيثيت ورکړل شي.

هغه وويل دا هغه خبره تل د پښتنو مشرانو کړې او نن يې د اردو ژبې په نړيوال کانفرنس کې غوښتنه کيږي، دا د پښتنو مشرانو هغه دريځ سم ثابتېدل دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG