لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېچ ار سي پي: د پي ټي اېم د ايين او قانون لاندې خبرو ته په ميډیا کې ځای نه ورکول د اندېښنې وړ خبره ده


د پي ټي اېم د ټانک جسله
د پي ټي اېم د ټانک جسله

په پاکستان کې د بشري حقونو سازمان ويلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) څرګندونې او غوښتنې د پاکستان د ايين او قانون لاندې وي، خو بيا هم ورته په پاکستانۍ ميډيا کې ځای نه ورکول کيږي کومه چې د اندېښنې وړ خبره ده.

پي ټي اېم پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ (12 دسمبر) د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ټانک کې يوه ولسي غونډه کړې چې پکې يې د غورځنګ د بنديوانو غړو د خوشي کولو، بې درکه کسانو مالومولو، په ځمکو کې د ښخو ماينونو پاکولو سره په پاکستان او افغانستان کې د تل پاتې امن غوښتنې کړي دي.

دغه غونډې ته چې د پاکستان د بشري حقونو د خېبرپښتونخوا سازمان مرستیال مشر اکبر خان ورغلی، وي او اې ډیوه سره په خبرو کې يې وويل، په دغه غونډه کې د عدم تحفظ يا امنيت د نشتوالي غوښتې وشوې چې د دې اجازه ایین او قانون هم ورکوي.

نوموړي وویل غونډې ته د پاکستانۍ میډیا خبریالان نه وو ورغلي او هغه پرې د اندېښنې څرګندونه وکړه.

هغه زیاته کړه په ټانک کې ورته ځينو خلکو وويل، چې د پاکستانۍ ميډیا کار کوونکي وزیرستان ته سېل له لېږل شوي دي، هغه دا هم وويل دا ورته هم وويل شو چې په ټانک کې ځينې سرکاري غونډې هم راجوړې شوي چې د پي ټي اېم غونډه د دغه لارې ناکامه کړی شي.

اکبر خان وويل دا هم ورته ويل شوي چې په ډېره اسماعيل خان کې د خېبر او شمالي وزيرستان ضلعو د فټ بال سيالي هم راجوړه کړی شوې وه.

د ټانک پرېس کلب عمومي سېکتر شېخ رحمت الله وايي، هغه ته په خپله د پي ټي اېم د جلسې بلنه نه ورکړی شوې او په پرېس کلب مالومات نه لري او نه د هغه په وړاندې په پرېس کلب کې د پي ټي اېم د جلسې په اړه چا څه ویلي وو.

خو نوموړي وويل د جنوبي وزیرستان سره په پوله د ټانک ضلعې په منزی پورټ يااېف سي قلعه کې (يوه ورځ د پوځ سره) په نوم غونډه راجوړه شوې، چې پکې د علاقې مشران او د سکولونو زده کوونکي راټول شوي وو، او ميډيا هغې غونډې ته بلل شوې وه.

د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره نړيوال او ځايي تنظيمونه دعوې کوي چې په پاکستان کې ميډيا د فشار لاندې ساتل کيږي او د تحريک انصاف په حکومت کې په ميډيا فشار نور زيات کړی شوی دی، خو وزیراعظم عمران خان وړاندې دا خبره کړې چې په پاکستان کې ميډيا د مغربي هېوادونو نه هم زیاته ازاده ده.

اکبر خان وویل د پي ټي اېم د جلسې په مهال دغلته د انټرنېټ اسانتيا هم ځنډول شوې او د امنیت انتظام هم د نشت برابر وو.

خو د ټانک انتظامیه او پولیس وایي انټرنېټ د امنيت له امله تړل شوی او د امنيت دپاره پوليس هم په ځای کړل شوي وو.

د پي ټي اېم په پرونۍ جلسه کې د غورځنګ مشر منظور پشتين په خپله وېنا کې د پي ټي اېم د امنيت، د بې درکه کسانو مالومولو، د بنديوانو غړو د خوشي کولو، علاقه د ښخو ماينونو څخه پاکولو او پښتنو ته د دوی د حقونو ورکولو غوښتنې تکرار کړې.

هغه په افغانستان او پاکستان کې د تل پاتې امنيت ټينګولو غوښتنه وکړه او وې يې ويل څو پورې چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوي، مبارزه به يې دوامداره وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG