لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د کابل په ډرون بريد کې به کوم پوځي ته سزا نه ورکول کيږي


امریکا ويلي، کابل کې په خطا سره کړي ډرون بريد کې ککړ کوم پوځي سرتيري ته به سزا ور نه کړی شي، په کوم بريد کې چې لس ملکي وګړي وژل شوي وو.

د امریکې د دفاع وزارت پېنټاګون وياند جان کربي د ګل/ دوشنبې په ورځ (13دسمبر) خبريالانو سره په خبرو کې د وي او اې د پوښتنې په ځواب کې ويلي، د دفاع وزير د احتساب د نورو اضافي اقداماتو منظوري نه ده ورکړې.

پېنټاګون له دې وړاندې په 29 اګست ترسره شوي دغه ډرون بريد ته ناوړه تېروتنه ويلي وو. او په ازادو پلټنو کې انسپکټر جنرل ويلي وو، په دغه بريد کې د جنګي قوانينو سرغړونه نه وه شوې او ويلي يې وو چې دا د جرمي غفلت په ځای د کره والي د تعصب په پايله کې شوی وو.

په ياد بريد کې د اووه ماشومانو په ګډون لس تنه ملکي وګړي وژل شوي وو، دغه ډرون بريد هغه وخت ترسره شوی چې په 26 اګست د کابل په حامد کرزي هوايي اډه باندې په يو ځانمرګي بريد کې د 13 امریکايي سرتیرو به ګډون لږ تر لږه 170 کسان وژل شوي وو.

په لومړو کې امريکايي پوځ ويلي وو په بريد کې د داعش خراسان د بلې حملې مخه نيول شوې وه.

په لومړو شواهدو کې پوځ ويلي وو چې د دوی په خيال دغلته په ګاډي کې مشکوک چاودېدونکي مواد پراته وو.

په امریکا کې د خوراک او تعلیم نړيوالې ادارې باني صدر سټيو کوون د ګل په ورځ په پېنټاګون نیوکې کړي او دغه پرېکړې ته يې حېرانوونکې ويلي دي.

په برید کې د خوراک او تعلیم د نړيوالې ادارې کار کوونکی ازمری احمدي او د هغه د کورنۍ نهه غړي وژل شوي وو.

کوون د ګل په ورځ ویلي، څنګه پوځ غلطه فېصله کولی شي چې لس قيمتي افغانان پکې وژل شوي او هغه چې پکې ککړ وو د قانون منګولو ته نه دي راوستل شوي.

سي اېن بي سي د کوون د خلې ويلي، د دغه لارې هغه کورنۍ ته چې غړي يې په بريد کې وژل شوي، دوی ته څه پېغام ورکړی شوی دی.

پېنټاګون ژمنه کړې چې دغه کورنۍ ته به د تاوان پېسې ورکوي او د يادې ادارې چې کار کوونکی او د کورنۍ غړي يې په بريد کې وژل شوي، د کورنۍ بهر ويستو په لړ کې به يې مرسته کوي.

جنرل لوېډ اسټن ته جنرل فرېنک مېککنزی او جنرل رچرډ کلارک د سزا سپارښتنه نه ده کړې.

په تيرو دوه لسيزو کې امريکايي پوځ په افغانستان، عراق، شام او صوماليه کې په حادثاتي توګه په لسګونو کسان وژلي دي.

امریکا په دغه ډول بريدونو کې کله کله په يواځې سر د چارواکو سره حساب کړی دی، لکه د کندوز په پېښه کې چې د کال 2015 په اکتوبر کې د بې پولې ډاکټرانو په روغتون شوی وو او 42 کسان پکې وژل شوي وو، پېنټاګون په دغه بريد کې د څو پوځي سرتيرو پرضد کارروايي کړې وه.

د لانګ وار جرنل د جمهوريت او دفاع فاونډېشن مشر ايډيټر تومس جوسلين ويلي، یقيني چې امریکا سختې غلطيانې کړي دي او دا مني. خو زياته کړې يې ده باوجود د امریکا په غلطۍ سره د ډرون بريد او افغان ځواکونو لخوا د خلکو وژنې منلې شوي، خو د افغانستان په ټوله جګړه کې د عامو خلکو په وژنه کې تر ټولو زياتې وژنې طالبانو کړي او په دغه کار کې طالبان په لومړي سر کې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG