لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ايران سره په پوله بريد کې د پاکستان پوځي سرتيری وژل شوی


د پاکستان پوځ ویلي، د ايران سره په پوله د ترهګرو په بريد کې يو پوځي سرتيری وژل شوی، او پوځ دغه بريد ته کلک ځواب ورکړی دی.

پوځ نن د نهې/ سه شنبې په ورځ (14 دسمبر) ويلي، د ایران سره د پاکستان د بلوچستان صوبې په ابدويي سېکټر باندې ترهګرې ډلې بريد کړی، او په نښته کې يو لانس نايک ظهير احمد چې د نوشکي اوسېدونکی وو، وژل شوی دی.

پوځ دعوه کړې، چې د سيمې څخه د تښتې په مهال وسله والو ته هم تاوان اړول شوی، خو په دغه اړه نور جزيات نه دي ويل شوي.

په سمدستي ډول د دغه برید زمه واري چا نه ده منلې.

د پاکستان پوځ ويلي، پوځ ژمن دی چې دغه ډول عناصرو ته ماتې ورکړي، او د دغو بريدونو هدف د بلوچستان صوبې د سولې او ثبات ګډوډ کول دي.

په 24 نومبر د بلوچستان په تمپ سيمه کې په يوه پوسته بريد کې دوه امنيتي سرتيري وژل شوي وو.

له دغې وړاندې د نومبر په نيمايۍ کې د بلوچستان په هوشاب سیمه کې د ترهګرو پرضد عملياتو کې دوه نور سرتيري وژل شوي وو.

بلوچستان کې وخت په وخت دغه ډول بريدونه کيږي چې د زياترو زمه واري پکې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې قبلوي او په وروستیو کې د ځینو بريدونو زمه واريۍ داعش ډلې هم منلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG