واشنګټن ـــ د امریکې د خبریالانو اداره پریس فریډم ټرېکر وایي په 2021م کال کې لږ تر لږه 57 خبریالان د خپل کار په وخت نیول شوي، وایي په دوی کې تقریباً اکثره خبریالان د احتجاجونو د کورېج په وخت یواځې په دوو ښارونو کې نیول شوي دي.
یو ایس پریس فریډم ټرېکر د شورو- چارشنبې په ورځ پخپل رپوټ کې ویلي، چې د نیول شویو خبریالانو دا شمېر تر 2020م کال کم وو، ځکه چې وایي په هغه کال کې 142 امریکایي خبریالان د کار په وخت نیول شوي وو.
خو د مېډیا پر کارکوونکو باندې د تشدد د پېښو د کمېدو په اړه د دې امریکایي څېړنیزې ادارې انتظامي مشرې کرسټین مککډن وي او اې ته ویلي، له خبریالانو سره دا ډول چلند لا ختم نه دی:
"موږ د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې تر یو ډېر مهم کال را تېر شو، خو د دې معنا دا نه ده چې ګواکې له خبریالانو سره دا چلند بېخي ختم شو، دا یو منظم کار دی او هغوی به یې روان ساتي یواځې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه نه درېږي".
د رپوټ له مخې کوم امرکایي خبریالان چې د کار په وخت نیول شوي پولیسو بیرته ژر خوشي کړي دي.
وایي اکثر خبریالان هغه وخت نیول شوي چې پولیس افسران د احتجاجونو په وخت د «کېټلینګ» یعنې «شپول» په نامه د یوې کړنلارې له مخې د خلکو یوه ډله د نیولو په خاطر محاصره کړي.
خو یو ایس پریس فریډم ټرېکر څېړنیزې ادارې انتظامي مشره کرسټین مککډن وایي، که خبریالان د لنډ وخت لپاره هم نیول شوي وي دا د دوی پر خبریالۍ اغېز کوي:
"کله چې خبریالان له خپل کاره را وګرځول شي- یعنې د رپوټ ورکولو وړتیا یې ختمه شي- او له منظره وایستل شي یا په بند کې وساتل شي یا په کېټل [شپول] کې وساتل شي او کورېج ته نه پرېښوول کېږي، نو دا د دوی د رپوټ ورکولو او د هغه کار وړتیا اغېزمنوي چې دوی یې د کولو حق لري".
د خبریالانو د څېړنې امریکایي اداره وایي په 2021م کال کې د خبریالانو د نیولو پېښې اکثره په دوو ښارونو د کېلیفورنیا ایالت په لاس انجلیس کې 22 او د منیسوټا ایالت په بروکلن مرکز کې 21 پېښې رپوټ شوې دي.
وایي په لاس اینجلس ښار کې خبریالان د مارچ په میاشت کې د ایکو پارک په احتجاج کې هغه مهال ونیول شول چې پولیسو هلته د اوسېدونکو شاوخوا 200 بې کوره کسانو د اوسېدو کېمپ بند کړ.
همدارنګه په بروکلن مرکز کې 21 خبریالان په اپرېل میاشت کې د درو ورځو په موده کې هغه وخت ونیول شول چې دوی د ټرېفیک پولیس له خوا د ډاونټ رایټ په نوم تورپوسټي کس د وژنې په خلاف د احتجاجي مظاهرې کورېج یا پوښښ کاوه.
د منیسوټا ایالت د پولیسو دفتر په یو بیان کې دعوه کړې وه چې پولیسو د رسنیو کسان نه دي په نخښه کړي او وایي "دوی د مېډیا د حقونو درناوی کوي چې د اجتجاجونو ته کورېج ورکړي".
د لاس انجلیس او د بروکلن مرکز د پولیسو ادارو په دې اړه د وي او اې پوښتنو ته څه جواب ونه وایه.