لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ګوادر احتجاج کوونکي وایي حکومت سره یې خبرې کامیابه شوې خو پرلت یې لا ختم نه دی


کوټه ـــ د بلوچستان په ساحلي ښاﺭ ګوادﺭ کې له تېرې یوې میاشتې ناست د احتجاجي پرلت مشر وایي حکومت یې غوښتنې منلې دي، خو احتجاج کوونکو لا تر اوسه پرلت نه دی ختم کړی.

د چارشنبې- شورو په ورځ د حکومتي چاراکو او د احتجاج کوونکو د مشرانو تر ميان خبرې اترې شوې.

د پرلت او احتجاجي تحریک مشر مولانا هدايت الرحمان وايي په تېرو دوو ورځو کې يې د بلوچستان ايالت له لوړ پوړو چارواکو سرہ په ګوادر ښاﺭ کې درې ناستې شوې او په دغه ناستو کې حکومتي ډلې ورسرہ د دوی 13 غوښتنې منلې او د عملي کولو پریکړ‎ہ یې کړې.

مولانا هدايت الرحمان د پاکستان د اردو ژبې ټيليويژن “ډان” ته ویلي، “له وزیرانو او له حکومتي استازو، له چيف سېکرېټري او له ايالتي نماينده ډلې سرہ مو درې تفصيلي ناستې شوې ".

د مولانا په خبرہ د دوی د غوښتنو د منلو اعلان به د بلوچستان وزیراعلا مير عبدالقدوس بزنجو نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ پخپله د پرلت کوونکو مخ ته کوي.

د مولانا د دې دعوو په اړه د حکومتي چارواکو له لوري تصديق يا تردید د رپورټ د جوړولو تر وخته مخې ته نه دی راغلی۔

تر دې وړاندې د چاﺭشبنې- شورو په وﺭځ د بلوچستان حکومت په سرکاري خبر کې ويل شوي وو، چې وزیراعلا عبدالقدوس بز نجو، ايالتي وزیران احسان شاه، مير ظهوﺭ بليدي، اکبر اسکاني، د صوبې چيف سېکرېټري مطھر نياﺯ ﺭانا، کميشنر مکران ډيويژن شبير مېنګل، د ګوادﺭ پورټ چېرمېن نصير خان کاشاني او نوﺭ لوړپوړي چاﺭواکي د دوو ورځو لپاﺭه ګوادﺭ ته ﺭسېدلي او هلته به د ګوادﺭ د پرلت کوونکو او د هغوی د غوښتنو په اړه تګلاﺭه ټاکي.

د "ګوادر ته حق ورکړئ" تر عنوان لاندې احتجاجي عوامي تحریک له تېرو څو مياشتو ﺭاهيسې پېل شوی خو له تېرې تقریباً يوې مياشتې راهیسې يې د ګوادر پر پورټ سړک دھرنا چوک پرلت وهلی، خو له تېرو دوو اونيو د دې تحریک نوم " بلوچستان ته حق ورکړی" ته اړول شوی دی.

د دې تحریک مشري د ګوادﺭ اوسېدونکی مولانا هدايت الرحمان کوي، چې د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د صوبایي جنرل سېکرېټري دی.

د عوامي تحریک پرلت لا هم دوام لري، دغه تحریک پر پنځلسم نومبر په ګوادر کې پرلت پېل کړی وو.

پرلت وهونکي له حکومت څخه د ګوادﺭ او جيوني په اوبو کې د لويو کښتيو په واسطه د ماهيانو د ښکاﺭ بندول, له ايران سرہ پر پوله په تجاﺭت کې اسانتياوې جوړول او ھلته پر پوله د ايف سي پر ځای و پوليس او ليويز ځواک ته اختياﺭ وﺭکول, په ګوادر کې د امنتي پوستو یا چيک پوسټونو کمول, په ګوادر ښار کې د منشياتو اډې ختمول, د چين او پاکستان تر ميان د سي پېک په نامه اربونو روپو په پروژہ کې و ګوادر ښار ته اوليت او ځايي خلکو ته پکې نوکرۍ ورکولو څنګ نوﺭې غوښتنې لري۔

د بلوچستان پلاننګ او ډيويلپمنټ وزیر ظهوﺭ بليدي رسنيو ته په بيا بيا ويلي چې د پرلت کوږنکو له غوښتنو سرہ سم يې په ناقانونه توګه ښکاﺭ کوونکې لس لویې کیښتۍ نيولې او د هغوی د مالکانو پر ضد يې مقدمې دﺭج کړې دي.

بلیدي وايي د بلوچستان له پينځو لويو سړکونو څخه یې 71 چېک پوسټونه لرې کړي او يواځي 7 ضروري چېک پوسټونه يې پرېیښي دي. له ایران سرہ پر پوله يې د ټوکن نظام ختم کړی او ھلته یې اوس اسانتیا جوړه کړې.

د بلېدي په خبرہ په ګوادﺭ کې يې د شرابو درې دوکانونه بند کړ‎ي او د پرلت کوونکو نوﺭې غوښتنې به هم عملي کوي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

XS
SM
MD
LG