لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا یو نوی سافټوېر جوړ کړی چې د هغو اقداماتو اټکل کولای شي چې چین په غوصه کوي


واشنګټن – د امریکا پوځي قومندانانو په پسېفېک کې د سافټوېر داسې یوه وسېله جوړه کړې ده چې په سیمه کې د امریکا د اقدماتو په وړاندې د چین د حکومت د غبرګون اټکل کولای شي.

د امریکا په اقداماتو کې د بیلګې په توګه د وسلو خرڅلاو، د امریکا د پوځ تر ملاتړ لاندې فعالیتونه او د تایوان په څېر جنجالي برخو ته د کانګرس د غړو سفرونه یاد شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت مرستیالې کتلین هېکس ته ددغې نوې وسیلې په اړه د نهې یا سې شنبې په ورځ په هوايي ایالت کې د امریکا د انډو پسېفېک قوماندې له مرکز څخه د لیدنې پر وخت معلومات ورکړل شوي.

یو دفاعي چارواکي ویلي، دغه وسیله سټراټیجیک محاسبات کولای شي. دغه وسیله د ۲۰۲۰ کال راهیسې ډېټا ته ګوري او د مهمو فعالیتونو ارزونه کوي کوم چې د امریکا او چین اړیکو باندې اغېز لري.

د کمپوټر پواسطه دغه سیستم به مرسته وکړی چې پنټګان اټکل وکړي چې ایا کوم ځانګړي اقدامات به د چین غبرګون راوپاروي.

په اکتوبر کې د چین پوځ امریکا او کاناډا په دې غوندلي وو چې د تایوان اوبو ته یې جنګي بیړۍ استولې وې او ویلي یې وو چې دوی په سیمه کې سوله او ثبات ګواښي.

دا او دې ته ورته نورو پېښو د دې نوې وسیلې د جوړولو اړتیا زیاته کړې چې دا باوري کړي چې امریکا په خپلو اقداماتو باندې په سهوه چین خفه نه کړي.

چین تایوان خپله خاوره ګڼي او د تایوان د هوايي دفاع زون ته یې په تېرو کلونو کې په وار وار د هوايي ځواک ماموریت ترسره کړی.‌

امریکايي چارواکي وايي، نوی سافټوېر به امریکايي چارواکو ته اجازه ورکړي چې تر څلورو میاشتو پورې مخکې پلان شویو اقدماتو ته کتنه وکړي.

هېکس له امریکايي اډو څخه په روانه اونۍ کې لیدنه کوي په داسې حال کې چې د بایډن اداره د ۲۰۲۳ کال د بودېجې په مسودې باندې کار کوي.

د دفاع وزارت هیله لري چې پوځ به بودیجه هغې برخې ته واړوي چې د چین او روسیې مخه پرې ونیسي.

XS
SM
MD
LG