لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل په واورین موسم کې د لسګونو ښځو احتجاج: «افغانستان له ناورینه وژغورئ»


واشنګټن ـــ د طالبانو د واکمنۍ تر څلورو میاشتې تېرېدو وروسته په کابل کې لسګونو ښځو نن بیا احتجاجي مظاهره کړې او د نجونو او ښځو د تعلیم،‌ کار او په سیاست کې دوی ته د ونډې ورکولو غوښتنه یې کړې ده.

که څه هم طالبانو په افغانستان کې پر عمومي مظاهرو بندیز لګولی دی، خو د پنجشنبې- زیارت په ورځ د ښځو دغې مظاهرې ته یې اجازه ورکړې وه او دوی تر پرونۍ واورې وروسته په سخت یخ کې احتجاج کاوه.

مظاهره کوونکو ښځو په لوړ اواز پر سړکونو د «ډوډۍ، دندې او ازادۍ» شعارونه ورکول او همدغه راز ځینو یې په سیاست کې د ښځو ونډه غوښتله. د دوی پر لیکل شویو شعارپاڼو دا نعرې هم لیکل شوې وې: «لوږه ټوکه نه ده، بحران کنټرول کړئ، افغانستان له ناورینه وژغورئ».

یوې مظاهره کوونکې په لاس کې شعارپاڼه را اخیستې وه او پرې لیکلي یې وو «د یوې ښځې او په پوهنتونونو کې د لیکچررې په توګه زه نوکري او بشري حق غواړم».

ځینو نورو مظاهره چیانو بیا د افغانستان د کنګل شویو شتمنېو د ازادېدلو په اړه د طالبانو غوښتنه غبرګوله چې نړیوالې ټولنې دا او نورې مرستې په افغانستان بندې کړي دي.

سره له دې چې طالبانو دغو ښځو ته د نننۍ مظاهرې اجازه ورکړې وه خو دوی ویل چې له نوي واکمن نظامه په ویره کې دي. د مظاهرې یوې ګډونوالې شاهره کوهستانۍ وویل:

"ډار هر وخت شته خو موږ په ډار کې ژوند نه شو کولای، موږ باید د خپل ډار په ضد مبارزه وکړو او موږ دلته له خپل ډار سره جنګېږو".

اسوسیېټیډ پریس خبري ایجنسۍ وایي‌ طالبانو د دغې مظاهرې مخنیوی ونه کړ او له کومې ستونځې پرته پای ته ورسېده. یوې بلې احتجاج کوونکې حماسې اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته ویلي:

"افغانې ښځې چې کوڅو ته را وځي دا یو خطر دی خو دوی پر ځان منلی دی، دا د افغانو ښځو او نجونو لپاره اسان کار نه دی، کله چې موږ را وځو دا مو په ذهن کې وي چې کېدای شي بیرته کور ته ستنې نه شو، خو موږ به احتجاجونه تر هغه وخته کوو چې خپل حقونه مو نه وي اخیستي".

په تېرو درو میاشتو کې وسلوالو طالبانو په مظاهرو کې ښځې وهلې او ډبولې وې. بیا د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د طالبانو له اجازې پرته څوک مظاهره نه شي کولای.

طالبان د اګست پر 15مه کابل ته ننوتل او بیا یې د نجونو د لوړو زدکړو سکولونه بند کړل او ښځو ته یې اعلان وکړ چې تر بل حکم پورې دې خپلو دفترونو او کارونو ته نه ورځي، خو د روغتیا د برخې ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه شته.

امریکا د طالبانو له راتګ ورسته د افغانستان څه باندې نهه نیم اربه ډالر شتمني کنګل کړه او تر دې دمه د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړیوال د ځينو نورو شرطونو تر څنګ له طالبانو څخه د ټولشموله حکومت جوړېدل او نجونو او د ښځو حقونو ته درناوی غواړي، خو طالبانو لا تر اوسه نه د نجونو د لوړو زدکړو سکولونه پرانیستي او نه یې ښځو ته پخپل حکومت کې ځای ورکړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG