لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسیې له لویدیځ سره د امنیتي وړاندیز تفصیل خپور کړی


د روس ځواکونه د تمرینونو په حال کې

واشنګټن – روسیې د جمعې په ورځ د هغه امنیتي وړاندیز (پروپوزل) مسوده خپره کړې ده چې امریکا او د ناټو متحدینو ته یې استولې ده.

په دغه وړاندیز کې غوښتنه شوې ده چې په اروپا کې دې د لویدیځ پوځي فعالیتونه محدود شي او د اروپا ختیځې برخې ته دې د ناټو اتحاد نه غځېږي.

دغه امنیتي پروپوزل چې د دې اونۍ په سر کې امریکا او د ناټو متحدینو ته استول شوی همدارنګه غواړي چې هغو سیمو ته دې د امریکا او روس د جنګي بیړیو او الوتکو په استولو بندیز ولګول شي له کومو چې د یوه او بل پر سیمو برید کېدای شي.

ددغه امنیتي وړاندیز اکثره برخې لکه چې وايي یوکراین ته باید د ناټو غړیتوب ور نه کړل شي د امریکا او ناټو لخوا ردې شوي دي.

امریکا او ناټو دواړو روسیې ته خبرداری ورکړی چې په یوکراین دې یرغل نه کوي ځکه د یوکراین پولې ته څېرمه په زرګونو روسي سرتیري د پولې په اوږدو کې راټول شوي دي.

د ناټو عمومي منشي ینز سټالټنبرګ په برسلز کې د یوکراین له لومړي وزیر کېرل پټکوف سره د یوې ګډې خبري غونډې پر وخت وویل، چې دغه امنیتي پروپوزل ورته رسېدلی.

هغه زیاته کړه، له روسیې سره په هر ډول خبرو کې باید د روسیې د اقدماتو په اړه د ناټو پر اندېښنو هم خبرې وشي په داسې ډول چې د ناټو اروپايي شریکانو او یوکراین سره پرې مشوره هم شوې وي.

سټالټنبرګ وویل، د ناټو متحدینو همدارنګه ویلي، که روسیه په سیمه کې د فشارونو د کمولو لپاره کلک ګامونه واخلي نو دوی تیار دي چې د باور جوړولو پر لارو چارو ورسره کار وکړي.

د دغه امنیتي وړاندیز د مسودې له چاپ کېدلو وروسته د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سرګې رېبکوف په ماسکو کې خبریالانو ته وویل او داسې یې ښکاره کړه چې ماسکو مذاکراتو ته تیار دی.

رېبکوف خبریالانو ته وویل، "مونږ تیار یو چې په بیړه حتی سبا د شنبې یا خالي په ورځ چې د ډیسمبر ۱۸ کېږي له امریکا سره په یو دریم هېواد کې خبرې وکړو."

هغه وویل، روس ددغو خبرو لپاره امریکايي چارواکو ته د جنیوا وړاندیز کړی.

رېبکوف همدارنګه وویل،‌ د روسیې اړیکې له امریکا او د هغوی له متحدې ناټو سره یو خطرناک ټکي ته رسېدلي دي او وویل چې د روس پولې ته نېږدې د ناټو اتحاد تمرینونه د دوی امنیت ته د نه منلو ګواښونه رامنځ ته کړي دي.

د بایډن ادارې په روانه اونۍ کې وویل چې که ماسکو په یوکراین باندې برید وکړي نو سخته بیه به پرې کړي ځکه د امریکا ولسمشر جو بایډن په روس باندې د سختو بندیزونو یادونه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي مشرې جېن ساکي د نهې یا سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، "زمونږ هدف اوس هم دا دی چې دا هر څه په د ډیپوماسۍ له لیارې حل کړي او حالات له همدې لارې سم شي."

د امریکا د پارلمان غړو له سپینۍ ماڼۍ څخه غوښتي دي چې یوکراین ته دې د وسلو لېږل چټک کړي چې په هغو کې له کښتیو څخه ویشتونکي‌ توغندي، د هوايي دفاع توغندي او د شوبلو یا ټانکونو پرضد توغندي شامل دي په دې هیله چې پرې د روسي یرغل مخه ونیسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG