د پاکستان د قبايلي ضلعې باجوړ سره په پوله د افغانستان په کونړ ولايت (صوبه) کې په یو مشکوک ډرون بريد کې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) دوه غړي ژوبل شوي، او اې اېف پي خبري ادارې ويلي، په بريد کې د ټي ټي پي يو مشر مولوي فقير محمد بچ وتلی دی.
اې اېف پي د سرچينو له قوله ويلي، دغه ډرون بريد د زيارت/ پنجشنبې په ماښام (16دسمبر) په کونړ کې په يو کور شوی دی.
خبري ادارې د ټي ټي پي د سرچينو له قوله ويلي، ډرون بريد د کونړ په چوګام کلي کې شوی او يو کور پکې په نخښه شوی دی، ويل شوي د ډرون هدف مولوي فقير محمد وو، خو دغه وخت هغه په کور کې نه وو.
خو دا نه دي ویل شوي چې دا بريد چا کړی دی.
خو دا برید په داسې حال کې شوی چې ټي ټي پي روانه مياشت د پاکستان د حکومت سره د يوې مياشتې ډز بندي ختمه کړې او بيا يې د څو بريدونو زمه وارۍ هم منلي دي.
د ټي ټي پي د ډز بندۍ ختمولو د خبر وروسته د پاکستان د اطلاعاتو مرکزى وزير فواد چودرى ويلي وو، د تحريک طالبان پاکستان په اړه د رياست دریځ واضحه دی او هغه دا چې څوک د پاکستان آیين او قانون منونکي نه جوړیږي نو په ضد به یې ریاست د پخوا په شان جګړه کوي.
مولوي فقير محمد په افغانستان کې د اشرف غني په حکومت کې نيول شوی خو په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته هغه د جېل څخه خوشی شوی وو.
د افغان طالبانو يو وياند بلال کريمي اې اېف پي ته ويلي، په کونړ کې بارودي مواد چاودلي، او په دغه اړه يې نور جزیات نه دي شريک کړي.
مولوي فقير محمد په قبايلي ضلع باجوړ کې د ټي ټي پي مشر وو د چا په اړه چې ويل کيږي، هغه په کال 2007 کې د بېت الله مسيد سره ټي ټي پي جوړ کړی او مرستيال مشر يې هم پاتې شوی دی.
په پاکستان کې څيړونکو د فقير محمد سره د ټي ټي پي د نورو غړو د افغانستان د جېلونو څخه خوشي کېدو ته د پاکستان دپاره د خطرې خبره ويلې وه.
د فقير محمد په اړه د کال 2013 د فرورۍ په مياشت کې د هغه وخت د افغانستان د ننګرهار ولايت چارواکو ويلي وو، هغه يې د څو نورو ملګرو سره نيولی دی.
وروسته بيا پاکستاني چارواکو د افغان حکومت نه د فقير محمد پاکستان ته د حواله کولو ویلي، خو افغان حکومت يې دغه غوښتنه رد کړې او ويلي يې وو، د دواړو هېوادونو يو بل ته د بنديانو د ورکړې راکړې کوم تړون نشته.