واشنګټن – د ایران او پاکستان ترمنځ په رونه اونۍ کې شوي هوايي بریدونه چې لږ تر لږه ۱۱ کسان پکې وژل شوي ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم تاوجنې شوي.
دواړو غاړو ته د اوږدې موادې راهیسې روان تاوتریخوالی دواړه هېوادونه خفه کړي او بریدونو ته یې اړ ایستي.
ایران د نهې یا سې شنبې په ورځ او پاکستان په ځواب کې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د وسلوالو په هغو ډلو باندې بریدونه کړي چې هدف یې په ایران، پاکستان او افغانستان کې د یو ازاد بلوچستان درلودل دي.
خو پوښتنه دا ده چې ولې ایران او پاکستان د یو او بل په خاوره کې د دغو وسلوالو پرضد بریدونه کوي د دې پر ځای چې په خپله خاوره کې یې په نخښه کړي؟
تاریخچه
ایران او پاکستان ۹۰۰ کیلومټره ګډه پوله لري چې اکثره یې د حکومتونو له واک څخه د باندې ده او قاچق کونکي او وسلوال پکې په ازاده تګ راتګ کوي.
دواړو هېوادونو په یو او بل تور لګولی چې د ځینو وسلوالو ډلو ملاتړ کوي او یا لږ تر لږه له هغو ډلو سره په نرمۍ چلند کوي چې بلې غاړې ته عملیات کوي.
داسې باور دی چې د جېش العدل په نامه د سوني بېلتون غوښتونکو ډله چې د نهې یا سې شنبې په ورځ په ورځ پرې ایران برید وکړ له پاکستانه د ایران په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
دغه ډول د بلوچ لېبرېشن ارمي چې په ۲۰۰۰ کال کې جوړه شوې او د پاکستان د امنیتي ځواکونو او چینايي پروژو پر وړاندې یې ګڼ بریدونه کړي شک کېږي چې ایران غاړې ته پټه شوې ده.
پاکستان ولې غبرګون وښود؟
پاکستان ویلي، په ایران کې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د دوی برید د بلوچستان لیبرېشن ارمي او بلوچستان لیبرېشن فرانټ پرضد شوی.
دوی همدارنګه غوښتل چې ایران او نورو ګاونډیو ته دا پیغام واستوي چې که تحریک شي نو جګړه کولای شي.
تېر ځل چې پاکستان د یو ګاونډي پرضد غبرګون ښودلی و هغه په ۲۰۱۹ کال کې و کله چې یې د هند دوه جنګي الوتکې وغورځولې او لانجمنه سیمه کشمیر کې یې یو پيلوټ ونیوه.
دا وروسته له هاغې شوي و کله چې هند د نوي ډلي په وینا په پاکستان کې د ترهګرو په یو مرکز باندې برید وکړ.
ولې اوس؟
ایران او پاکستان د اوږدې مودې راهیسې نازکې اړیکې لري خو دا بریدونه ښايي له داخلي حالاتو سرچینه اخېستې وي.
تهران باندې وروسته له هاغې فشارونه زیات شوي کله چې داعش د دې میاشتې په سر کې خونړۍ برید وکړ، اسرایلو یې له متحدې ډلې حماس سره جګړه پیل کړه او د ایران د رژیم پرضد پراخه نارامي روانه ده.
څېړونکي وايي، د زیارت په ورځ د پاکستان برید هم د کورني هدف لپاره شوی.
په اسلام اباد کې د پاکستان انسټیټیوټ فار کانفلېکنټ انډ سیکورټي سټډیز څخه عبدالله خان ویلي، "د نهې د ورځې راهیسې حکومت او پوځ له زیات فشار لاندې دي."
هغه وايي، "د عامو فکر د ځواکمن پوځ په اړه هغه نه دی چې مخکې و بلکه باید ځواب ووايي."
ایا حالات به نور هم خراب شي؟
د ایران پوځ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ کلني هوايي دفاعي تمرینونه پيل کړل چې له پاکستان سره نېږدې له چابهار بند څخه نیولې بیا په لویدیځ کې د عراق تر پولې پورې پراخ دي.
په دغو تمرینونو کې به له الوتکو او ډرونونو څخه بریدونه او د هوايي دفاعي سیستمونو کارول شامل وي.
د ایران او پاکستان ترمنځ نوي بریدونه نشي رد کېدای که څه هم د دې اونۍ بریدونو د دوی د پوځونو او په ځانګړي ډول رادارونو او دفاعي سیستمونو په اړه پوښتنې راپور ته کړي.
د پاکستان لپاره دا سیستمونه اړین دي ځکه دوی له خپل اټومي سیال هند سره لانجې لري.
د دوی وسایل د اوږدې مودې راهیسې د ایران د پولې پر پرتله زیاتره له هند سره پولې باندې ځای پر ځای شوي.
اخوا ایران په خپل رادار او دفاعي سیستمونه باندې د خپل دوښمن امریکا د ممکنه بریدونو لپاره تکیه لري.
د پاکستان او ایران لپاره هوايي بریدونه څه معنی لري؟
د داسې بریدونو ترسره کول تهران ته اجازه ورکوي چې نېغ په نېغه داسې پوځي اقدامات وکړي چې د اسرایلو او د امریکا د مخالفت خطر ورسره نه وي په ځانګړي ډول د ایران د اټومي پروګرام د ودې په اړه د زیاتېدونکو فشارونو پر وخت.
د پاکستان برید هم کېدای شي کورنی سیاسي فشار راکم کړي خو په اوږد مهاله کې به ناوړه پایلې ولري ځکه بلوچ لېبرېشن ارمي ویلي، دوی به د وژنو بدل اخلي او د حکومت پرضد به جګړه کوي.
Forum