لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکوټې ځوان موسی غلځی موټر اخستو لپاره ایښې خپلې 20 لکه روپۍ دعلي وزیر ضمانت کې ورکوي


د علي وزیر د ضمانت لپاره د 20 لکو روپو دمچلکې جمع کولو ژمنه د کوټې یو ځوان موسی غلځي کړې ده او وي او ای ډیوه ته یې ویلي عدالت سره دضمانت په توګه اېښودلو لپاره دا 20 لکه روپۍ کراچۍ ته رسول شوې دي.

هغه وایي د عدالتونو د رخصتۍ له امله دا مچلکې د دوشنبې په ورځ 19 ستمبر د علي وزیر د خوشي کېدو د پاره د ضمانت په توګه جمع کوي

جنوبي وزیرستان نه قامي اسمبلۍ کې دخلکو دمنتخب استازي او دپښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] دمخکښ مشر علي وزیر په څلورمه مقدمه کې ضمانت د نهې/ سه شنبې په ورځ [13 ستمبر] د کراچۍ د ترهګرۍ ضد 12م نمبر عدالت د 20 لکو روپو په مچلکې یا شورټي بانډ سره منظور کړی و.

له دې وړاندې علي وزیر ته په درېوؤ نورو مقدمو کې ضمانتونه ورکړی شوي وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په څلورمه مقدمه کې د علي وزیر د ضمانت منظورۍ ته په جواب کې ویلي وو په پاکستان کې دا هم لویې جبر دی چې په ضمانتونو باندې دومره زیاتې پیسې غواړي.

د کوټې یو ځوان موسی غلځي سره وي او ای رابطه کړې او هغه وویل هغه ته ډیر افسوس وشو چې یوه وتلي خبریال سلیم صافي ټویټ کې لیکلي وو چې دعلي وزیر ضمانت منظور شوی خو دضمانت پیسې نه لري او هغې د پاره پي ټي ایم چنده کوي.

هغه وویل د شخصي ګاډي اخستو د پاره یې دا پیسې ایښودې وې خو کله چې یې دا ټویټ وکتلو دغه احساس مجبور کړو چې "هغه د قام په سر بندیوان دی او که چرته زما رور یا پلار زندان کې بندیوان ؤ نو تر ټولو لومړی به ما دا پیسې په ضمانت کې ورکولې"

هغه وویل د پي ټي ایم مشر منظور پښتین سره د رابطې کولو وروسته په سمدستي توګه دا د مچلکې روپۍ د کوټې نه کراچۍ ته رسول شوي خو دغلته د عدالتونو رخصت دی او د دو شنبې ورځ (سبا) به د علي وزیر د خوشي کېدو د پاره دا روپۍ د ضمانت په توګه عدالت سره جمع کوي.

د علي وزیر ضمانت په دیارلسم ستمبر شوی او خبریال سلیم صاپي تیره ورځ په ټیوټیر لیکلي وؤ "دعلي وزیر څلور ورځې وړاندې ضمانت منظور شو خو د ضمانت دپېسو نه لرلو له کبله لا هم په زندان کې دی، د پيپلز ګوند ځينو چارواکو د ضمانت د شورټي بانډز ورکولو وعده کړې وه، خو د هغې وعدې نه دپشا کېدو له امله اوس پي ټي اېم دې د ضمانت پیسو برابرولو د پاره چنده کوي"

هغه پوښتنه کړې وه چې دا دوی (پي ټي ایم) څنګه د هند ایجنټان دي چې د 20 لکو د مچلکې یا شورټي بانډ پیسې نه لري؟

د پي ټي ایم فعال او د منظور پشتین نزدې ملګري بلال پشتین وي او ای ډیوه ته وویل دضمانت تر منظوریدو وروسته دوی د شورټي بانډز یا مچلکې روپو جمع کولو د پاره چنده شروع کړې وه .

هغه وویل کله چې موسی غلځي د ضمانت دپیسو جمع کولو لپاره دمنظور پشتین سره رابطه وکړه نو هغه ورته وویل چې دومره تاوان په ځان مه راوله خو هغه دا ونه منله او د ضمانت پیسې یې کراچۍ ته ورسولې.

بلال وویل دمارچ په میاشت کې د سیند حکومت د احتجاجي پرلت پرمهال دوی سره د ضمانت د روپو ژمنه کړې وه خو دا شپږ ورځې کیږي چې دهغوي څه پته نه لګي او علي وزیر لا بندیوان دی.

موسي غلځي زیاته کړه علي وزیر سره یې د مارچ په میاست کې د کراچۍ په زندان کې لیدلي هغه پښتون مشر دی، د قام په سر بندیوان دی د قام د پاره ښه سوچ فکر لري او دا په هغه څه احسان نه دی دا دهغه په قام خپل حق دی او د قام په خاطر یې دا قرباني ورکړې ده.

شورټي بانډز یا مچلکۍ څه شی وي؟

په ډیره اسماعیل خان کې د هایي کورټ بار وکیل رحیم بیټنی وایي دا عدالت د یو تن په عدالت کې د بیا پیش کولو د پاره د ضمانت په توګه لګوي.

هغه وویل عدالت چې د یو لک روپو نه کم شورټي بانډز ولګوي د هغې ضمانت د یو یا دو تنو په ساده شناختي کارډ یا د ټیلي فون یا بجلۍ بلونو سر هم کیږي خو چې د یو لک روپو نه شورټي بانډز بره ولګوي بیا عدالت کې د ضمانت په توګه هغه پیسې یا د هغې برابر دجایداد د ملکیت کاغذونه عدالت سره د ضمانت په توګه جمع کول وي.

په بنو کې د هایي کورټ بار وکیل بخت نیاز وویل عدالت دا دې پاره لګوي چې د چا ضمانت یې ورکړی وي چې هغه بیا په ټاکل شوي وخت عدالت ته حاضر شي.

هغه وویل د ضمانت دا پیسې تر هغه وخته عدالت سره وي ترڅو چې یې مقدمه روانه وي او که عدالت کې دا کیس بایلي او که ګټي تر هغې وروسته بیا ضامن ته دغه شورټي بانډز بېرته ورکړل کیږي خو که دې دوران کۍ عدالت ته دا کس وړاندې نه شي او پټ شي بیا عدالت دا رقم ضبط کړي.

علي وزير د ناروغۍ له امله د جمعې د ورځې [نهم ستمبر] نه د کراچۍ په جناح روغتون کې داخل دی درملنه يې روانه ده. او د هغه وکیل عبدالقادر ایډوکېټ ویلي، د علي وزیر په خلاف په یوه بله زړه مقدمه کې له بنو عدالته پروډکشن آرډر راغلی دی او وایي تر څو چې د هغه ضمانت نه وي شوی علي وزیر نه شي خوشي کېدای.

علي وزير د کال 2020 د کراچۍ د سهراب ګوټ په مقدمه کې په پېښور کې نيول شوی او کراچۍ ته بوتلل شوی و او چې په دغه مقدمه کې په بند کې و، نورې درې مقدمې ورپسې راويستل شوې وې.

د کال 2020 په مقدمه کې د پاکستان سپريم کورټ تير کال د نومبر په میاشت کې علي وزیر ته ضمانت ورکړی و.

د دې نه علاوه د کال 2018 په يوه بله مقدمه کې د سيند هايکورټ او د کال 2019 په یوه مقدمه کې د ترهګرۍ ضد 15م نمبر عدالت علي وزیر ته ضمانتونه ورکړي وو.

تر دې وړاندې د علي وزیر د وروڼو او پلار په ګډون د کورنۍ 18 کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي وؤ.

دهغه دکورنۍ ورستۍ تن د هغه تره زوی او په واڼه سیمه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند فعال عارف وزیرؤ چې دوه کاله وړاندې وژل شوی ؤ.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG