لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا: د ټاکنو کمېشن وايي تيارۍ مکمل کړی شوي خو څيړونکي امنیتي اندېښنې څرګندوي


د خېبر پښتونخوا د ټاکنو د کمېشن چارواکي وايي، په صوبه کې سبا د اتوار / يکشنبې د ورځې د ټاکنو د پاره ټولې تيارۍ مکمل کړی شوي، او د امنيت کلک ګامونه پورته کړی شوي، خو څيړونکي وايي امنيت يو چېلنج دی.

د ټاکنو د کمېشن ترمخه سبا په 19 دسمبر به د بلدیاتي ټاکنو د رايې يا ووټ اچولو عمل به سهار د اته بجو نه پېل کيږي او تر ماښام پینځه بجو پورې به بې د څه دمې نه روان وي او د ټاکنو په مهال کلک امنیتي ګامونه پورته کړی شوي دي.

خو څيړونکي وايي د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره اوور بند ختم شوی او په نزديو کې دغه ډلې د څو بريدونو زمه وارۍ هم منلي، بايد چې د ټاکنو په مهال امنیت ټینګ وساتل شي.

د خېبرپښتونخوا د ټاکنو د کمېشن چارواکي وايي، د صوبې په 17 ضلعو کې د سبانو بلدياتي ټاکنو دپاره ټولې تيارۍ بشپړ کړی شوي دي.

د کمېشن په وېنا په دې ټاکنو کې د يو کروړ او 26 لکه نه زيات ووټران کولی شي چې رايې واچوي، او د دې ټاکنو ټول 9223 پولينګ سټېشنې جوړې کړی شوي چې پکې 4188 حساسه او 2507 ډېرې حساسه ګرځول شوي دي.

د صوبې د ټاکنو د کمېشن وياند محمد سهېل ډيوه ته وويل د ټولو ضلعو امنيتي چارواکو باور ورکړی چې د امنيت د پاره يې هر ممکن ګامونه پورته کړي دي.

هغه وويل، "د ټولو ضلعو امنيتي چارواکو يقين راکړی چې د امنيت کلک ګامونه پورته کړی شوي دي او دوي د دغې نه مطمين دي ".

د صوبې د بېلابيلو ضلعو امنيتي چارواکو ویلي، د الېکشن د ورځې د پاره يې ځانګړي پلانونه جوړ کړې دي او په ډېرو حساسه او حساسه ګرځول شوو پولنګ سټېشنو باندې به خصوصي امنيتي ځواکونه ګمارل کيږي.

د خېبرپښتونخوا د ټاکنو کمېشن او امنیتي چارواکو د امنیت ټینګ ساتلو دعوه په داسې حال کې کړې چې هم نن د خالي/ شنبې په ورځ د ټاکنو نه يوه ورځ وړاندې په ډېره اسماعيل خان کې د عوامي نيشنل ګوند کانديد عمر خطاب شيرانی نامالومو وسله والو په ډزو وژلی دی.

د کال 2015 په بلدياتې ټاکنو کې په مختلفو پيښو کې ي11 تنه وژل شوي وو او د يو شمېر سيمو نه د جنګ جګړو رپورټونه هم مخې ته راغلي وو.

خبريال عبدالله مومند وايي دا ځل ټاکنو کې هم خطر کېدې شي ځکه چې د تحريک طالبان پاکستان سره ډز بندي ختمه شوې او د مختلفو سرچينو لخوا داسې خبرونه هم راځي چې تحريک طالبان پاکستان د بريدونو پلان لري.

په نهم دسمبر د ډز بندۍ ختمېدو وروسته د تحريک طالبان پاکستان لخوا د بريدونود زمه وارو اخستو لړۍ زياته شوې ده او په قبايلي ضلعو او د خېبر پښتونخوا په بېلا بيلو برخو کې يې د بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

په دغو کې ځينې بريدونه حکومتي چارواکو تاييد کړي هم دي خو د څو پيښو په اړه حکومتي چارواکو څه نه دي ويلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG