لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې چاودنه شوې، لږ تر لږه ۱۲ تنه پکې وژل شوي،۱۳ ژوبل


د پاکستان د غټ صنعتي ښار کراچۍ په شېرشاه علاقه کې چاودنه شوې، چې پکې پوليس او د روغتون چارواکو د ۱۲ تنو وژنې تاييد کړي او د ۱۳ نور کسان ټپيان شوي دي.

دبمونو دشنډونکو پولیسو د رپورټ له مخې دا چاودنه یوه ناله کې دګیس جمع کیدو له امله شوې ده اؤ دترهګرۍ هیڅ رقم نخښه نخښانه پکې نه لیدل کیږي.

دکراچۍ دپولیسو ویاند پخپل یو بیان کې دې پېښه کې د ۱۲ کسانو د وژنې اؤ ۱۳ نورو د ژوبل کیدو پخلی کړی دی.

د کراچۍ د سېول روغتون ډاکټر صابر مېمن وي او اې ډيوه سره په خبرو کې تاييد کړه، چې د چاودنې د ځای نه روغتون ته لس تنه مړي او 12 ژوبل راوړل شوي او په ژوبلو کې د يو تن روغتيايي حالت مرګونی دی.

د کراچۍ پوليس وياندې شازيه جهان مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې هم د چاودنې له امله د۱۲تنو وژل کېده تاييد کړي دي.

ویاندې ویلي، په شېرشاه علاقه کې د نالې دپاسه د يو بېنک په ودانۍ دا چاودنه شوې، پوليس د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې يې پېل کړي دي.

هغې زياته کړې ښکاري چې چاودنه په ناله کې د ګېس ډکېدو له امله شوې ده، خو د بم ‌ډسپوزل سکوارډ د چاودنې نوعيت مالوموي.

په ځايي ټيلي ويژنو ښودل کيږي، چې د چاودنې له امله د بېنک ودانۍ په بشپړ ډول تباه شوې او نزدې ولاړو ګاډو ته هم زيان اوښتی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG