لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

تحقیقاتي رپورټ:نړۍ کې 1500 ژبې د ورکیدو خطر سره مخ دي


پاکستان کې دتیرې څه مودې راهسې دمورنیو ژبو د ژوندي ساتلو تحریکونه ګړندي شوي اؤ پښتانه بیا په ځانګړي ډول دحکومت نه پرله پسې غوښتنې کوي چې پښتو دې دمکتب ،دفتر اؤ کاروبار ژبه شي خو تر اوسه یې دې غوښتنې ته غوږ نه دی اېښودل شوی.

کارپوهان ویره لري چې په نړۍ کې دامهال ویل کیدونکې لږ تر لږه 1500 ژبې به ددې پیړۍ تر پایه له منځه لاړې شي ځکه چې هیڅوک به پاتې نه شي چې په غو ژبو خبرې وکړي.

دکارپوهانو په وینا هغه ژبې چې د ورکېدو ګواښ سره مخ دي خپلو کې دخبرو اترو ژبې دي خو رسم الخط نه لري.

ددې ژبو ویونکې ډیر کم پاتې شوي دي اؤ دهغوئ اولادونه پخپلو مورنیو ژبو مروجه ژبو ته ارزښت ورکوي.

پښتو په پاکستان کې دویمه لویه او د 18.24 فیصد خلکو مورنۍ ژبه ده. په اوله شمېره پنجابي ده چې د پاکستان بیورو آف سټیټسټکس د شمېرو ترمخه د 38.87 فیصد پاکستانیانو مورنۍ ژبه ده.

اردو، چې دپاکستان قومي ژبه ټاکل شوي ده، د پنجابۍ او د پښتو نه وروسته په پینځمه درجه ده چې 7.08 فیصد خلک یې د مورنۍ ژبې په توګه وايي خو ددې باوجود هم دپاکستان پښتون میشتو سیمو کې اردو دمکتب اؤ دفتر ژبه ده اؤ پښتو دمکتب،دفتر اؤ د روزګار د ژبې حیثیت نه لري.

پاکستان کې مورنۍ ژبې پښتو، سندهي، بلوڅي او عن تر دې چې د واکمن پنجابي قام مورنۍ ژبه پنجابي هم په دفتر او سکول کې د اردو مقابله نۀ شي کولى بلکې دغه ټولې ژبې د اردو په مقابله کې د خپلې بقاء په جګړه بوختې دي.

پاکستان کې دډیرې مودې راهسې د وړو صوبو قامونه پښتانه، سندهيان، بلوڅان او سرائيکايان په خپلو پلرنو ټاټوبو کې په مورنۍ ژبه کې تعليم غواړي.

په ټوله نړۍ کې د ویل کیدونکو ژبو ژبو کره شمېره معلومه نه ده، خو د کارپوهانو په وینا د رسمي پیژندل شویو ژبو شمېر شاوخوا ۷۰۰۰ ده، چې 1500 ژبې پکې د ورکېدو په درشل کې دي.

اسټریلیا کې د ژبپوهانو په مشرۍ دشوؤ پلټنو پایلې دحیاتیاتو اؤ پرمختیا په هکله سائنسي مجله" نیجرایکولوجي اینډ ایولوشن" کې دجمعې‌ په ورځ خپور کړل شوي یو رپورټ کې مخې ته راغلې دي.

په دې څېړنه کې کارپوهانو هغه عوامل څیړلي چې دا ژبې یې د ورکېدو دګواښ سره مخ کړې دي.

د اسټرالیا څیړونکي وايي لکه څنګه چې په ټوله نړۍ کې د سړکونو جال یا شبکه پراخه کیږي او ښارونه د لیرې پرتو سیمو سره نښلول کیږي دغسې په ښارونو کې ویل کېدونکې پرمختللې ژبې لکه دبېلګې په ډول انګریزي یا نورې کلیوالو سیمو کې په ویل کیدونکو ژبو پرله پسې د بره کیږي اؤ له دې امله دسیمه ییزو ژبو دبقاء لارې ورځ تربلې تنګیږي.

څېړونکي وايي، د مورنۍ ژبې د ورکېدو د خطر يو بل لامل دا دی چې په تعليمي ادارو کې په دوؤ ژبو د زده کړو دود پرېښودل شوی او يوازې پرمختللو ژبو ته اهميت ورکول کېږي، چې له امله يې وړو ابادیو کې ویل کیدونکو ژبو ته زيان رسېږي.

د اسټرالیا کارپوهان دا هم وايي چې استرالیا د مورنیو ژبو او ډیالوګونو ته د زیان رسولو ترټولو خراب ریکارډ لري، د دې هیواد اصلي ژبو په نړۍ کې تر ټولو ډیر زیان لیدلی.

د استرالیا د کوینزلینډ پوهنتون پروفیسر فیلیسیټي میکنز چې په دې څیړنه کې یې زیار ویستلی وايي، سیمه ییزو ژبو سره چې څه روان دي هغه د نوابادیات اؤ عالمګیریت یو روان عمل دي.

نوموړی وایي مونږ ته دا هیرول نه دي پکار چې دهرې ژبې ویونکي خپل یو تاریخ،تجربې اؤ مشاهدې لري اؤ دنړۍ په زیاتو برخو کې چې اسټریلیا هم پکې شامل ده دژبو دځپلو لپاره دنوابادیاتي نظام د بې رحمه پالیسو دلارې سیمه ییزې ژبې غلې کولی شي.

هغه وایي که مونږ اسټریلیا مخې ته ونیسو نو دلته خلکو ته پخپلو ژبو ویلو سزاګانې ورکړل شوي اؤ هغوئ دپاره دا تجربې په رښتیا چې دردونکې وې چې دهغې اغېزې دسیمه ییزو ژبو دغوړیدو په توان شوي دي.

رپورټ کې ویل شوي په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو تعلیمي، ساینسي او کلتوري سازمان (یونیسکو) له ۲۰۲۲ کال څخه د مورنیو ژبو د لسیزې لمانځلو ته تیاری نیسي د خطر سره دمخ ژبو د ساتنې لپاره لا زیاتو اقداماتو ته اړتیا ده.

د پروفیسور مکینزي په وینا، هره ژبه خپله یوه په زړه پورې ژبه ده او د انساني کلتوري تنوع یوه مهمه برخه ده.

دې رپورټ کې ځېنې معلومات د وي او ای اردو د رپورټ نه اخستل شوي دي)

XS
SM
MD
LG