لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کوټه ښار کې چاودنې یو تن وژلی او لس ټپیان دي


کوټه ـــ د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې په کندهاري بازار کې د شنبې- خالي په ورځ چاودنه شوې چې د پولیسو په وینا يو کس پکې وژل شوی او 10 تنه ټپیان شوي دي.

چارواکو دا نه دي ویلي چې د چاودنې هدف څوک وو، خو عیني شاهدانو وویل چاودنه له هغه وروسته وشوه چې د ملېشه ځواکونو دوه ګزمه کوونکي موټر هلته تېرېدل او ګڼ‌ شمېر ملېشه عسکر پکې سپاره وو.

د بلوچستان د ترهګرۍ ضد ادارې ویاند ډان ورځپاڼې ته ویلي، چاودنه په یو موټرسایکل کې د ایښودل شویو چاودېدونکو موادو د چاودلو په نتیجه کې شوې ده. د چاودنې په نتیجه کې شاوخوا موټرو ته هم زیان رسېدلی دی.

د کوټې د سېول روغتون ویاند ډاکټر وسیم بېنګ تایید کړې چې په دې چاودنه کې یو تن وژل شوی او وایي د درو ښځو او یوه ماشوم په ګډون لس تنه ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.

د کوټې د سرکاري روغتون ایم ایس ډاکټر جاوید اختر وایي د ټپیانو حالت ښه دی او سمدستي طبي اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي. ډاکټر اختر وایي ډاکټران په بیړنۍ توګه روغتون ته ور بلل شوي دي.

ډاکټر جاوید اختر وایي وژل شوی کس سید ندا محمد نومېږي او په ټپيانو کې د تجله محمد صمیم په نوم یوه نامعلومه ښځه هم شامله ده.

پولیسو پلټنې پیل کړې دی خو تر دې دمه پورې په دې ترڅ څوک نه دي نیول شوي.

د چاودنې پر ځای د کوټې ښار د پولیسو ډي ای جي فداحسین وویل دا ریموټ کنټرول بمي چادونه وه، چې وایي په موټر سایکل کې له 4 څخه تر 5 کیلوګرامو چاودېدونکي مواد ایښودل شوي وو.

د چاودنې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

XS
SM
MD
LG