لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د خېبرپښتونخوا په بلدياتي ټاکنو کې زیاتې څوکۍ مخالفه ګوندونو ګټلي، غېرسرکاري غېرختمي نتيجې


د غېر سرکاري او غېر ختمي نتيجو ترمخه د خېبرپښتونخوا په 17 ضلعو کې ترسره شوو بلدياتي انتخاباتو کې د تحصيل ناظم زياتې څوکۍ جمعيت علما اسلام ف ګوند ګټلي دي.

پرون په 19 دسمبر ترسره شوو بلدياتي انتخاباتو کې د غېر سرکاري او ختمي نتيجو ترمخه د 64 تحصيل ناظمانو په څوکيو کې تراوسه پورې د 18 تحصيل ناظمانو سرکاري غېر ختمي نتيجې مخې ته راغلي دي.

په 18 څوکيو کې جمعيت علما اسلام ف ګوند اته، حکومتي واکمنه ګوند پاکستان تحريک انصاف شپږ، عوامي نيشنل ګوند درې تحصيل ناظمان ګټلي دي.

ويل شوي د پېښور په اووه تحصيل څوکيو کې د درېو نتيجې مخې ته راغلي چې پکې يو جمعيت علما اسلام ف ګوند، یو عوامي نيشنل ګوند او يو پاکستان تحریک انصاف ګوند ګټلی دي.

خو د ځايي ميډيا ترمخه تراوسه پورې جمعيت علما اسلام ف 19، په صوبه کې حکومتي واکمنه ګوند پاکستان تحریک انصاف 15 او ازادو کانديدانو 12 او عوامي نيشنل ګوند اته تحصيل ناظمان ګټلي دي.

د صوبې د ټاکنو کمېشن وي او اې ډيوه ته ویلي په صوبه کې په 66 تحصيل څوکيو انتخابات ټاکل شوي وو چې پکې په 64 انتخابات ترسره شوي او په بنو او ډېره اسماعیل خان کې ځنډول شوي دي.

د ټاکنو د کمېشن ترمخه په 24 دسمبر به کمېشن ختمي نتیجې اعلانوي.

تراوسه پورې مخې ته راغلو نتيجو کې د مردان په پينځه تحصيلونو کې جمعيت علما اسلام ف درې او دوه عوامي نيشنل ګوند ګټلي دي.

په بونير کې په شپږو تحصيل څوکو کې د څلورو نتيجې مخې ته راغلي او څلور واړه پاکستان تحريک انصاف ګټلي دي.

په چارسده کې د درې تحصيل ناظمانو په څوکيو کې دوه جمعيت علما اسلام ف او يو مزدور کسان ګټلی دی.

په صوابۍ کې په څلورو تحصيلونو کې يو جمعيت علمااسلام ف، يو عوامي نيشنل ګوند، يو مسلم ليګ او يو تحریک انصاف ګوند ګټلی دی.

په قبايلي ضلع مومندو کې په درې تحصيلونو کې يو پاکستان تحریک انصاف او بل جمعيت علما اسلام ف ګټلی دی.

په باجوړ کې په دوه تحصيلونو کې په ناوګۍ کې ازاد کانديد او خار تحصيل کې د جمعيت اسلام ف ګوند کانديد مخکې دی خو دا غېر ختمي او غېر سرکاري نتيجې دي.

تراوسه پورې چې څومره نتيجې هم مخې ته راغلي دا غېر سرکاري او غېر ختمي نتيجې دي، وي او اې ډیوه به مو د راتلونکو ټولو نتيجو نه خبر ساتي.

د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا د اطلاعاتو ځانګړي مرستیال بېرسټر محمد علي سېف ويلي، صوبايي حکومت پرامنه او سوتره ټاکنې وکړې، او مخالفه ګوندونه چې د درغلۍ شور کوي دا بې بنیاده او دروغ دي.

هغه دعوه کړې چې د خېبرپښتونخوا حکومت د انتخاباتو دپاره سازګار سياسي ماحول او ښه انتظامات کړي دي.

خو پرون په صوبه کې د انتخاباتو په مهال د تشدد او چاودنې پېښې هم رامنځته شوي او مرګ ژوبلې پکې شوي دي، او ځینو سياسي ګوندونو د درغليو تورونه هم لګولي دي.

XS
SM
MD
LG