لاس رسیدونکی لینک

 
متقي: عمران خان څه داسې سپکاوی نه دی کړی چې زموږ حکومت یې جواب ووایي
تازه خبر

متقي: عمران خان څه داسې سپکاوی نه دی کړی چې زموږ حکومت یې جواب ووایي


واشنګټن ـــ د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان په نړیواله غونډه کې تر ګډون وروسته په کابل کې رسنیو ته ویلي عمران خان خپل نظر ویلی او د افغانانو څه سپکاوی یې نه دی کړی.

امیر خان متقي د ګل- دوشنبې په ورځ په کابل کې هوایي ډګر کې خبریالانو ته په خبرو کې د اسلام اباد غونډه مثبته وبلله چې وایي "لاسته راوړنې یې لرلې"، خو په دې غونډه کې یې د وزیراعظم عمران خان هغه خبرې د ده خپل شخصي نظر وباله چې د افغانستان د خلکو غصه یې را پارولې.

عمران خان د او ای سي کانفرنس ته د افغانستان د روانو په اړه له نورو خبرو سره سره وویل، چې که نړۍ په دې هېواد کې بشري او د ښځو حقونو ته ګوري باید د افغانانو کلتور په پام کې ونیسو. امیر خان متقي وایي:

"دا خو د دوی [عمران خان] نظریات دي، کوم داسې توهین امېز څه خو زه نه وینم چې هغه ته د حکومت په حیث عکس العمل وښیو، دا مثبت کانفرنس وو موږ یې باید منفي خواته نه بوځو".

د څېړونکو په وینا د عمران خان له خبرو څرګندېده چې هغه په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو د سکولونو بندېدو ته یو کلتوري جواز وړاندې کاوه او له نړۍ یې غوښتل چې دغو حساسیتونو ته پام وکړي. عمران خان ویلي:

"که موږ د دغو خلکو [پښتنو] کلتوري ارزښتونه په پام کې ونه نیسو حتی که وظیفه هم ورکړل شي خپلې لوڼې به سکول ته ونه لېږي، خو که یې کلتور په پام کې ونیول شي بې له وظیفې به لوڼې سکول ته ولېږي".

عمران خان د او ای سي غونډې ته په خبرو کې د افغانستان پر تېر حکومت هم نیوکې وکړې او کرپټ یې وباله. مخکیني‌ ولسمشر حامد کرزي‌ هم د عمران خان خبرې غندلې وې، امیر خان متقي په دې اړه وویل:

"عمران خان په تېرو حکومتو باندې رد وکړ، زه فکر کوم د تېرو حکومتو چارواکو په حقیقت کې هغه رد ته خپل عکس العمل خپل مجبوریت وباله".

د افغانستان د مخکیني حکومت د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح د خپل کلتور او حکومت په اړه د وزیر اعظم عمران خان څرګندونو ته په سخت غبرګون کې ویلي چې اسلام آباد غواړي افغانستان بې تعلیمه او بې نظامه ټولنه ولري:

"وزیراعظم عمران خان وایي افغان ټولنه او قبایلي کلتور د تعلیم ضد دي، که څه هم دا څرګندونې کرکجنې او جاهلانه دي خو هغه دا خبرې په حساب سره کړې دي".

عمران خان پخپله وروستۍ وینا کې یو ځل بیا طالبان د پښتنو تحریک بللی دی. د هغه دې خبرې او د نجونو د تعلیم په اړه د پښتنو د کلتور څرګندونو ته یې له پرونه راهیسې پر سوشل مېډیا ګڼ شمېر خلکو سیاستوالو او عامو خلکو پراخ غبرګون څرګند کړی دی خو خپله عمران خان د خپلو خبرو د سپیناوي په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG