لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین د ایغور مسلمانانو پر سر د مذهبي ازادیو د کمیشن پر څلورو امریکایي‌ چارواکو بندیز ولګاوه


واشنګټن ـــ چین په نړۍ کې د مذهبي ازادیو لپاره د امریکې د یوه کمیشن پر څلورو غړو نن وروسته له هغه بندیزونه ولګول چې امریکې تېره اوونۍ د ایغور مسلمانانو په لاس د جوړو مصنوعاتو په راتګ بندیز ولګاوه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجین وایي، د مذهبي ازادیو لپاره د امریکې د کمېشن مشره او درې غړي یې چین، هانګ کانګ او ماکاو ته سفر نه ‌شي کولای او په چین کې به ‌یې هر ډول شتمني کنګل شي.

چین په شمال ختیځه سنکیانګ سیمه کې- چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي- تر لسو لکو زیات ایغوریان او نور اقلیتونه په جبري کېمپونو کې ساتلي دي.

چین وروسته له هغه د انتقامي بندیز خبرداری ورکړ چې د امریکې د خزانې وزارت د دسمبر پر 10مه پر هغو دوو چینایي چارواکو بندیز اعلان کړ، چې پر ایغور او نورو مسلمانو اقلیتونو د جبر تور پرې لګېږي.

نړیوالې ټولنې په زیاتېدونکي ډول پر چین انتقاد کړی او پر دې هېواد یې بندیزونه لګولي دي.

د امریکې کانګرس تېره اوونۍ تر یوه کال زیاته موده بحثونو وروسته د ایغور مسلمانانو د جبري کار د مخنیوي قانون [ایغور فورسډ لېبر پریونشن ایکټ] منظور کړ، چې د چین حکومت یې غندنه کړې ده.

د دې قانوني مسودې په بنیاد د چین سنکیانګ صوبې امریکې ته پر ټولو راتلونکو مصنوعاتو تر هغه وخته بندیز لګېږي، چې کمپنۍ د امریکې حکومت ته "روښانه او د ډاډ وړ ثبوت" وړاندې نه کړي چې ګواکې د دغو مصنوعاتو په جوړښت کې د چین په کېمپ‌ کې له غلام ساتل شویو ایغور مسلمانانو کار نه دی اخیستل شوی.

Recommended

XS
SM
MD
LG