لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان تحریک انصاف او جمعيت علما اسلام ف په يو بل د تندروۍ تورونه لګولي


په خېبرپښتونخوا صوبه کې په بلدياتي ټاکنو کې د بايلات وروسته د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري جمعيت علما اسلام ف ګوند په مذهبي تندوره ډله ياد کړی، خو جمعيت علما اسلام ګوند په پاکستان تحریک انصاف د تندروۍ تورونه لګولي چې په پارلیمان یې حمله کړې وه.

فواد چودري تور لګولی، "چې جمعيت علما اسلام ف ګوند په کال 2002 کې په خېبرپښتونخوا کې تعليم تباه کړی او اقتصاد يې تباه کړی وو، زمونږ د غلطيانو په وجه داسې سياسي ګوند مخې ته راغلی کوم چې په اصولي توګه ختمېدل پکار وو، د پاکستان تحریک لبېک او د جمعيت علما اسلام ف ګوند له امله به پاکستان په ښکته ځي او پاکستان ته به یې نقصان وي".

د فواد چودري د بيان په ځواب کې د جمعيت علما اسلام ف ګوند يو مشر مولانا حمد الله ویلي، د ايين جوړونکو ته تندروه ویل په خپله تندروه ډله ده، هغه ويلي دغه ډلې (پاکستان تحریک انصاف) په کال 2014 کې په پارلیمان حمله کړې او بغاوت يې کړی وو.

دغه بيانونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې په 19 دسمبر د خېبرپښتونخوا په 17 ضلعو کې بلدياتي ټاکنې شوي او زيات تحصيل ناظمان پکې جمعيت علما اسلام ف ګوند ګتلي دي.

وزیراعظم عمران خان په خپله منلې چې ګوند يې پاکستان تحریک انصاف د پښتونخوا په بلدياتي انتخاباتو کې په لومړۍ مرحله کې غلطيانې کړي او د هغې نتيجه ورته مېلاو شوه، د غلطو کانديدانو انتخاب يې د بېلات بنيادي علت وو.

فواد چودري د تحریک لبېک يادګېرنه هم په داسې حال کې کړې چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت روان کال دغه ډله لاقانونه ګرځولې او مشر يې ورله نيولی وو.

خو وروسته د اکتوبر په مياشت کې چې ټي اېل پي د خپل ګوند د مشر سعد رضوي د خوشي کولو او نورو غوښتنو د پاره د لاهور نه اسلام اباد ته لاريون پېل کړی او د تشدد څخه ډکې مظاهرې يې کړې وې چې پکې پوليسو او د دغه ډلې کسانو ته مرګ ژوبلې هم اوښتې وې، د هغې وروسته د تحریک انصاف حکومت د دغه ډلې سره خبرې کړي، د لاقانونه ګرځول شوو ډلو د نوملړ څخه یې لرې کړې او مشر يې ورله خوشی کړی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG