لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان مرکزي حکومت ضمني بجټ وړاندې کوي خو اپوزیشن یې مخالفت کوي


اسلام اباد ـــ پاکستاني مطبوعات وايي ټاکل شوې حکومت د پارليمان د نن څخه پېل کيدونکې ناسته کې ضمني بجټ وړاندې کړي خو مخالف سياسي ګوندونو دړکه ورکړې چې ددې به کلک مزاحمت کوي.

اقتصادپوهان وايي حکومت هڅه کوي تر جنورۍ میاشتې مخکې په ضمني بجټ کې د نړيوالې مالياتي ادارې ای اېم اېف د شرطونو په رڼا کې د هېواد مرکزي بېنک ته خپلواکي ورکړي او په ځینو ټېکسونو کې ورکړی شوې د 350 ارب روپیو استثنا بېرته واخلي.

که څه هم مرکزي کابينې تېره ورځ د 360 ارب روپیو د ماليت ضمني بجت منظوري ورکول د څه وخت لپاره ځنډولې ده خو مطبوعاتي رپورټونه وايي حکومت دا هڅه هم کوي د پارليمان د نن نه شورو کېدونکې ناسته کې ضمني بجټ وړاندې کړي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي په دغه ضمني بجټ کې د نړیوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف سره د شوي جوړجاړي لاندې د شپږ ارب روپیو د لګښتونو کمي یا کسر هم شامله ده.

څېړونکي وايي نړیوالې مالياتي ادارې د نور يو ارب ډالر پور قسط تر لاسه کولو لپاره حکومت ته د هېواد مرکزي بېنک ته د خودمختاري ورکولو او د 350 ارب روپیو ټېکس استثنا ختمولو شرطونه ايښي دي او مرکزي حکومت هڅه کوي د جنورۍ په 12مه د ای اېم اېف د بورډ تر غونډې مخکې دا بجټ منظور کړي.

حکومت مخالف سياسي ګوندونه وايي د ضمني بجټ د وړاندې کولو او ددې د منظورولو به په کلکه مخه نیسي او مزاحمت به یې کوي.

د ورځپاڼې بزنس رېکارډر د اقتصادي چارو خبریال او کار پوه طاهر امين ډيوه ته وايي د ای اېم اېف سره د پاکستان د شپږ اربه ډالره د پور پروګرام لاندې شپږمه جایزه د ځنډ ښکار وه:

" دا اوس چې د ای اېم اېف سره کومې خبرې شوې په هغې کې مرکزي بېنک ته خپلواکي ورکول او دوېم په ټېکسونو کې ورکړی شوې استثنا ختمول شرطونه شامل دي".

په عام خلکو د ضمني بجټ د اغېزو په اړه طاهر امين وايي د محصولاتو د مرکزي بورډ ترمخه د شمېر په اساس به د ضمني بجټ اثرات د 360 اربه روپیو وي. هغه وايي دا ټول بالواسطه ټېکسونه دي چې ورکړی شوې استثنا به پرې بېرته اخستل کیږي:

"ددې بالواسطه ټېکسونو سره به نېغ په نېغه په صارفينو اثر غورېږي، دې سره به د هېواد دننه د دارو درملو، د سټېشنرې نرخونه سېوا شي او د ماشومانو د سکولونو کتابونه به هم ګران شي".

د طاهر امين په وینا د بجلۍ د کارخانو لپاره د بهر څخه په درامد کېدونکې مشينرۍ به هم درامدي ټېکس زيات شي چې به ترڅ کې به یې د بجلۍ نرخونه هم وخېژي او په نړيوال مارکيټ کې به د پاکستان د جوړو شېانو قيمتونه هم په بره لاړ شي.

په قامي اسمبلۍ کې د مخالف جمعيت علما اسلام فضل الرحمن ډلې غړی عبدالاکبر چترالي ډيوه ته وايي د ضمني بجټ راتلل د اقتصاد په مد کې د حکومت ناکامي په ګوته کوي ولې چې د حکومت د اقتصادي تګلارو له کبله د هېواد اقتصاد په ګونډو شوی دی او دومره قرضونه یې اخستې دي چې هر وګړې په کې تر پښو ډوب دی.

په پارلیمان کې د حکومت مخالف مسلم لیګ ن غړی عبادالله خان ډيوه سره خبرو کې وايي د هغه د ګوند د پارليماني پارټۍ په غونډه کې به د ضمني بجټ د مخنیوي لپاره تګلاره ټاکل کېږي.

ښاغلی عبادالله خان وايي حکومت هڅه کوي مرکزي باېنک ته د خودمختارۍ ورکولو لپاره يو قانون هم راوړي او وایي دا به داسې يو نااشنا قانون وي چې د مرکزي بېنک ګورنر به نه خو پارلیمان او نه حکومت ته جوابده وي:

"د تجارتي خسارې يواځینی حل درامدات سېول کول دي او که په ضمني بجټ کې د برامدي څانګې ته ورکړی شوې استثنا بېرته واخیستل شوې نو دې سره به دغه څانګه هم متاثره شي او تجارتي خساره به د قابو نه بهر شي".

اقتصادپوهان وايي دا وخت د هېواد د جاري کهاتو خساره 9.4 اربه ډالره ده او وېره ده چې دا د روان مالي کال په پای کې 17 اربه ډالره ته رسېدلای شي.

د خزانې مرکزي وزیر شوکت ترين وايي حکومت به په ضمني بجټ کې نوي ټېکسونه نه لګوي، البته په ځینو ټېکسونو کې ورکړی شوې استثنا به بېرته اخلي چې شمېر یې 350 ارب روپۍ جوړېږي.

XS
SM
MD
LG