لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: پبلک اکاونټ کمېټۍ د پوځي ادارې ایف ډبلیو او د کارونو د حساب کتاب نه کېدو غوښتنه رد کړې


پېښور ـــ د پاکستان د پبلک اکاونټس کمېټۍ په غونډه کې د پنجاب د کرتارپور لارې په هکله خبرو په مهال د پوځي انجنېرنګ ادارې ایف ‌‌‌‌‌‌ډبلیو او مشر مېجر جنرل کمال اظفر کمېټۍ ته مشوره ورکړې له ملکي ګټو سره تړلې منصوبې دې د حساب کتاب له عمله خلاصې کړی شي.

د پوځي انجنېرنګ ادارې مشر ویلي له داسې سټرېټيجک منصوبو سره دې د نورو پرمختیایي منصوبو اصول او احتساب نه عملي کېږي خو د دولتي اکاونټس یا حساب کتاب تصفیه کوونکې کمېټۍ د هغه په دې خبره اعتراض کړی دی.

د پارلېمان پبلک اکاونټس کمېټۍ ته د کرتارپور غوندې سټرېټېجک منصوبو د نورو ترقياتي منصوبو په شان د آډټ يا حساب کتاب تصفيه نه کولو تجویز په حقله پخوانی سېنېټر افراسياب خټک وايي دا ډېره د حېرانتيا خبره ده چې د اېف ډبلیو او غوندې غټې تعميراتي ادارې- چې په پاکستان کې يې غټې منصوبې کړي- داسې قسمه خواست کړی چې د هغې نه دې حساب کتاب نه کيږي:

"دا عجيبه غوندې کار دی، دا د قانون پر ضد خبره ده. دلته څوک د شاهي کورنۍ خلک خو نه دي چې هغوی ځان د مملکت د قانون نه بره ساتل غواړي".

افراسياب خټک وايي پکار ده پارلېمان او د دې د دولتي حساب کتاب کمېټي يا پبلک اکاونټس کمېټۍ ته په دې اصرار کول پکار دي چې د ټولو غټو منصوبو او پروژو په حقله د پېسو حساب کتاب وشي:

"پارليمان باید په دې خبره اصرار وکړي چې د ټول خلکو حسابونه کتابونه باید وليدی شي او هر څوک خپل احسابونه ورکړي. پبلک اکاونټس کمېټي خو د همدې لپاره ده چې هغه وګوري چې مملکت کې څه روان دي."

د ميډيا رپوټونو تر مخه د اېف ډبليو او مشر مېجر جنرل کمال اظفر پبلک اکاونټس کمېټۍ ته د کرتار پور په حقله د معلوماتو شريکولو پر مهال غوښتنه وکړه چې کومې منصوبې د ملک د قامي ګټو سره تړلې وي د هغې دې د نورو ترقياتي منصوبو په شان حساب کتاب يا آډټ نه کيږي.

کمال اظفر د داسې سټرېټېجک منصوبو لپاره د نورو خصوصي نرخونو رعایت او اجازت هم غوښتی خو د يادې کمېټۍ د چيرمېن رانا تنوير حسېن په شمول نورو غړو هم په دې اعتراض وکړو او دا يې يوه غېر مناسب خبره وګرځوله.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړې بشرا ګوهر هم وايي وړومبی خو دا معلومول پکار دي چې قامي ګټې څه دي او بيا دا معلوملول غواړي چې په دې منصوبو باندې دولتي فنډونه لګېږي او که د ارمي فنډونه پرې خرڅ کيږي،‌وایي که د پبلک يا دولتي فنډونه پرې خرڅ کيږي نو د دې بيا آحساب کتاب او تصفيه پبلک اکاونټس کمېتۍ ته يقيني کول پکار دي:

"زه بالکل د کمېټۍ سره اتفاق کومه چې داسې غلط رواج نه دي جوړول پکار. زه حېرانه يمه چې د اېف ډبليو او مشر داسې غېر قانوني مشوره يا تجويز ورکړې ده. زما په اند د ټولو منصوبو سخته څارنه پکار ده".

د پارلېمان پخواني غړي وايي د دولتي فنډونو هم حساب کتاب پکار دی او چې د کوم طريقه کار سره داسې غټې ترقياتي منصوبې جوړيږي چې په کوم باندې دولتي فنډونه يا پېسې خرڅ شوې وي د دغه ملک خلک د خپلو نماینده يا د پارلېمان د لارې د هغې د آډټ يا حساب کتاب او تپوس پوښتنې حق لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG