لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په ږوب سیمه کې د څلورو تنو مسخ شوي مړي موندل شوي


کوټه ـــ د بلوچستان ايالت د ږوب ښار په غرنۍ سیمه «سور کڅ» کې د څلورو تنو مړي موندل شوي دي خو تر اوسه پېژندل شوي نه دي چې دوی څوک دي او چا وژلي دي او نه یې چا د وژنې ذمه واري منلې ده.

د ږوب تحصيلدار عبدالسلام موسی خېل له ځايي رسنيو سره په خبرو کې ويلي، د چارشنبې- شورو په ورځ له ږوب ښاره 22 کیلوميټره لرې پر قمردين سړک د سره کڅ کلي شپانه نورو کليوالو ته په نیژدې غره کې د مړو د لیدلو حال ورکړی وو.

تحصیلدار وایي د کليوالو له خبرتيا وروسته لېويز عسکر دغه ځای ته ورغلي او د څلورو تنو مړي يې له يوه غاره را ايستلي دي، چې وایي بدنونه یې ډېر زیات مسخ شوي او داسې ښکاري چې شاوخوا دوې میاشتې مخکې وژل شوي دي.

عبدالسلام موسی خېل مړي یې د ږوب ښار سېول روغتون ته د پېژندنې او نورې ضروري کاغذي کاروايي لپاره لېږلي دي د تحصيلدار عبدالسلام په خبره" پر مړو خاوره او چونه هم اچول شوې وه، یو یو مړی مو په رسیو په څلورو څلورو کسانو را وایست"۔

تحصليداﺭ په خبره څلور سره موندل شوي مړي د نارينه وو ښکاري، ځکه چې وایي پر مخونو یې د ږیرو نخښې لږ لږ معلومېږي خو وایي جامې یې هم په تن پاته نه وې:

"دا لا نه ده معلومه شوې چې دا خلک وژل شوي دي او که وژل شوي هم دي نو په څه ډول وژل شوي، دا نه ده معلومه چې په چاړه وژل شوي، په ګولی ويشتل شوي او که په ډبرو وژل شوي".

د ږوب د سېول هسپتال د چارواکو په خبره د مړو د بدن د اندامونو ځينې برخې يې د ډي اين اې د ټيسټ لپاره کوټې ته لېږلې دي چې له دې لارې د مړو پېژندګلوي وکړي.

چارواکي وایي له کوم غاره چې د دغو کسانو مړي تر لاسه شوي د هغه غار خوله هم په لویو لویو ډبرو بنده کړل شوې وه او لېویز عسکرو ماسکونه پر مخ کړل او بیا یې په ډېره ګرانه د دغو کسانو مړي را و ایستل.

ياده دې وي چې څو کاله وړاندې هم د ږوب او جنوبي وزيرستان تر منځ لوی سړک ته نیژدې له «مريمې» نومي کلي سره هم د څلور تنو مړي موندل شوي وو چې لاسونه يې په رسيو تړل شوي او په ګوليو ويشتل شوي وو.

هغه وخت له پېښې څو ورځې وروسته انتظامي چارواکو ويلي وو چې دغه وژل شوي کسان د وزيرستان اوسېدونکي وو.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG