لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له افغانستان سره د مرستو قرارداد منظور کړ


واشنګټن ـــ د ملګرو ملتونو امنیت شورا له افغانستان سره د بشري مرستو د اسانتیا لپاره هغه پرېکړه لیک په ګډه منظور کړی چې امریکې یې وړاندیز کړی وو. بل لور ته ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو ادارو د امنیت لپاره طالبانو ته د شپږ میلینه ډالرو ورکولو وړاندیز کړی دی.

د امریکې حکومت څو ورځې وړاندې هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره قرارداد وړاندې کړی وو، چې د دې شورا د غړو هېوادونو چین او روس د ویټو کولو له کبله رد شو.

د شورو- چارشنبې په ورځ امریکې په دویم ځل امنیت شورا ته یو قرارداد وړندې کړ، چې پر اساس به یې امریکا له طالبانو پرته له افغانستان سره بشري مرستې کوي.

د دې قرارداد له مخې اوس په افغانستان کې "د پیسو ورکړې، د نورې مالي شتمنۍ یا اقتصادي سرچینو او پر وخت ددغو مرستو د رسولو په برخه کې د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د توکو او لازمو چارو ترتیبولو یا ددغه ډول فعالیتونو ملاتړ ته اجازه ورکول کېږي".

په قرارداد کې راغلي چې دغه مرستې په افغانستان کې د لومړنيو بشري اړتیاوو ملاتړ کوي، خو وایي دا مرستې په طالبانو پورې تړلیو ادارو باندې د لګېدلو بندیزونو "سرغړونه" نه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د دې قرارداد منظورول یو "ښه ګام" ګڼلی او فرانس پریس خبري ایجنسۍ ته یې ویلي: "دغه اقدام ستایو ځکه چې د افغانستان له اقتصادي حالت سره مرسته کوي."

ښاغلي مجاهد هیله څرګنده کړې چې نړیواله ټولنه هم له طالبانو سره پر تړلیو ډلو باندې د بندیزونو د لرې کولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) هم د امنیت شورا د دې پرېکړې هرکلی کړی دی. په افغانستان کې د یوناما مشرې ډیبورا لاینز دا کار د افغان ولس د ملاتړ په اړه یو لوی ګام ګڼلی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي میشن هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د قرارداد د منظورولو هرکلی کړی دی او وایي 'د بشري مرستو رسول همدا اوس د افغانستان لپاره ډېره مهمه اړتیا ده. د افغانستان میشن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

"موږ هیله من یو چې مرسته کوونکي هېوادونه به اوس له افغان ولس او د افغانستان د مرستو له بیړني فنډ سره خپلې مرستې ګړندۍ کړي".

په ملګرو ملتونو کې د امریکې مرستیال سفیر جېفري ډیلارېنټیس د طالبانو له نوم اخیستو پرته هغوی ته په اشارې سره ویلي، چې دا مرسته کوم تنظیم ته د سپین چیک په مانا نه ده چې ګواکې هغوی به له خپلو نړیوالو ذمه واریو را وګرځوي.

امریکې د شورو- چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې افغانستان ته د شیانو او نغدو پیسو د مرستې د رسېدو لپاره به پر طالبانو بندیزونه نرم کړي، خو وایي په دې شرط چې دا مرستې هغو کسانو ته ونه رسېږي چې د امریکې له بندیزونو سره مخ دي.

بل لور ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو ادارو د امنیت د ټینګښ لپاره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ته د شپږ میلینه ډالرو ورکولو وړاندیز کړی دی.

دا خبره رایټرز خبري ایجنسۍ د یوې باخبره سرچینې او تر لاسه کړي سند په اساس کړې او وایي دغه پیسې راتلونکی کال د ملګرو ملتونو پر دفترونو د امنیت لپاره ګومارل شویو طالب ساتونکو ته د تنخا په توګه ورکول کیږي.

د طالبانو حکومت تر دا مهاله د رایټرز خبري ایجنسۍ د رپوټ په اړه څه نه دي ویلي خو د وي او اې اشنا د خبر له مخې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني روانه اوونۍ په افغانستان کې د یوناما له مشرې سره لیدلي وو.

د اګست پر پینځلسمه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته امریکې د افغانستان د مرکزي بېنک شاوخوا نهه نیم اربه ډالر شتمني کنګل کړه، چې له کبله یې له دې هیواد سره بهرنۍ مرستې بندې شوې او افغانستان له بشري ناورین او اقتصادي زوال سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG