لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان سره دمرستو په اړه دملګرو ملتونو قرارداد،نړۍ اوس له طالبانو څه هېلې لري؟


دنړۍ بیلابیل هیوادونه ،طالبان اؤ څېړونکي دملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري افغانستان سره دعالمى ورورلۍ د بشري مرستو په اړه دپریکړه لیک یا قرارداد منظورولو هرکلی کوي خو څېړونکي وایي اوس به طالبانو ته هم نړۍ سره خپلې ژمنې سرته رسول وي.

څېړونکي وایي ددې پرېکړه لیک منظوریدو وروسته به په افغانستان کې هغو 160 مرستندویه ادارو ته د مرستو لپاره لاره هواره شي افغانستان ته دمرستو رسولؤ په هڅه کې دي.

خو ځېنې پوهان بیا وايي د ملګرو ملتونو په دې پرېکړه لیک کې د افغان طالبانو لپاره سبق دی چې که جنګ په وسله کېږي نو ننګ په غله کېږي.

په عین حال کې د امريکا دبهرنيو چارو وزير انتوني بلنکن ویلي امریکا دنړیوالې ټولنې سره په ګډه نه ستړې کېدونکې هڅې کوي چې داسې د افغان ولس سره بشري او اړينې مرستې اسانې کړي.

دغه پرېکړه لیک کې د افغانستان سره د بشري مرستو لپاره يو داسې طريقه کار یادونه شوې ده چې طالبانو ته ددې مرستو څخه ګټه ترلاسه نه شي.

د ملل متحد دې پرېکړه لیک کې افغانستان کې په بشري ناورین او په ځانګړي ډول د خوراکي موادو په کمښت اندېښنې ښودل شوي دي.

قرارداد کې ویل شوي چې،د افغانستان سره بشري مرستې او هغه فعاليتونه چې د بشري مرستو لپاره ترسره کېږي، په طالب مشرانو کال 2015م کې د لګول شوؤ بندېزنو سره په ټکر یا تضاد کې نه دي.

د افغان چارو څېړنکار او خبريال ارشد يوسفزی ډيوه ته وايي هغو 160 مرستندویه ادارو چې په افغانستان کې دي، له تېرو څلورو میاشتو راهسې پلان جوړولو چې څنګه باید د لوږې او د ژمي د يخې څپې سره دمخ افغان وګړو سره اړېنې مرستې وکړي؟

هغه وایي له تېرې څه مودې راهسې د امريکایانو او د افغانستان د اسلامي امارت د استازو ترمنځ ناستې کېدې او دا اوس په وروستیو کې د امير خان متقي او د افغانستان لپاره د امریکا دځانګړي استازي ټامس وېسټ ترمنځ دوحه کې ليدل کتل شوې وؤ. او په هغې کې تر ټولو مهمه خبره د افغان وګړو سره د کومک او مرستو وه.

هغه وايي په افغانستان کې لګول شوي بندیزونه د مرستندویه ادارو په لاره کې لويې خنډ ؤ او هغوئ کار نه شو کولى.

ارشد یوسفزی وایي اوس د ملل متحد د قرارداد وروسته د مرستندویه ادارو کارمندانو ته لاره خلاصه شوه او چې اوس هغوئ هر رقم امداد کول غواړي د قانوني ستونزو سره به نه مخ کېږي ځکه چې د ملل متحد د امنیت د شورا مخې ته راغلی قرار داد هغوئ ته د مرستو اجازه ورکوي.

د ملګرو ملتونو په قرار داد کې د بشري مرستو او دې سره د تړلو فعاليتونو لپاره د پانګې او نورو شیانو د لېږد اجازه ورکړی شوې ده.

د ملل متحده د شمېرو له مخې دافغانستان 2 کروړه او 30 لکه نفوس چې د کل دابادۍ 35 فيصدي برخه جوړېږي د خوراک د سخت کمي سره مخ دي او 90 لکه خلک داسې دي چې د قحط په څېر حال پرې راغلی دی.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې يوناما ددې قرار داد د منظورېدو هرکلی کړی او په يو پېغام کې یې ويلي، دي سره به په ميلينونو هغه افغان وګړو سره د مرستې لاره هواره شي چې امداد ته سخته اړتیا لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي هم د ملګرو ملتونو د قرارداد او د امريکا د خزانې وزارت لخوا د بندېزونو لېرې کولو د پرېکړې هرکلی کړی دی.

همدا راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي هم د امنیتي شورا له لوري ددې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د بشري مرستو رسول هم دا اوس د افغانستان لپاره مهمه اړتیا ده.

اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن وېلي، امریکا د نړیوالې ټولنې سره په ګډه نه ستړې کېدونکی کار کوي چې داسې د افغان ولس سره بشري او اړينې مرستې اسانې کړی شى.

نوموړي د شورو په ورځ يو ټويټ کې ويلي د افغان اولس سره د مرستو په لړ کې د امریکا د خزانې وزارت درې عام لاسنسونه جارى کړي چې داسې د زياتو زيانمنو او کمزورې طبقې سره مرستې وشي.

کالم لیکونکی ډاکټر سيد عرفان اشرف چې د افغانستان په چارو هم نظر لري ډيوه ته وايي امریکا او غربي نړۍ د افغان ولس سره د جدي مرستو په لړ کې خپلې وعدې ترسره کړې او اوس د طالبانو امتحان دی چې هغوئ د نړيوالې ټولنې سره کړي لوظونه پوره کړي.

هغه وايي دا ښيي چې که جنګ په وسله کېږي نو ننګ په غله کېږي.

دی وايي د تېر اګست په 15 چې طالبانو کومې خوشحالې نمانځلې چې امريکا ته یې ماتې ورکړه "نو زما په اند دا هغه طالبانو ته دسوچ فرصت ورکوي چي څوک د فکر نه کار اخلي چې که امریکا د افغانستان نه لاړله نو بیا د هغوى د بهرنیو چارو وزیر ولې امریکا وطن ته راغواړي. دا په دې چې افغانستان د قحط او لوږې سره مخامخ دی او د امريکا د منلو بغېر يو هيواد هم د طالبانو حکومت نه شي منلی"

نوموړی وايي طالبان دې په دې خوښي نه خوشحالیږي چې امریکا لاړله بلکې دا دې دچېلنج په توګه واخلي چې اوس دوئ باید دنړۍ غوښتنو ځان څنګه چمتو کړي او د نړۍ سره څنګه اوږه په اوږه لاړ شي.

افغان طالبانو هم د ملګرو ملتونو د قرارداد هرکلی کړی او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټويټ کې ويلي هيله من دی چې نړیواله ټولنه به په افغانستان لګیدلي اقتصادي او دبېنکارۍ بندېزونه لېرې کړي.

په ملل متحد کې د امریکا سفارت کاره جېفري ډبر لاېنز وايي چې د افغانستان سره دا امداد بلېنک چیک نه دی او ددې مرستو به کلکه څارنه کوي.

د ملګرو ملتونو په قرار داد کې په ځانګړي توګه له ښکېلو خواؤ غوښتل شوي چې د مرستندويه ادارو افرادو او روغتیا پالانو امنیت ته پام وکړي.

دغه پرېکړه لیک کې د افغانستان د سولې اؤ ثبات په اړه د ملګرو ملتونو په ارزښت هم ټینګار شوی او ویل شوي چې ملګري ملتونه د افغانستان خپلواکي او ملي يووالي ته ژمن دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG