لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې په بحېره عرب کې د مهيانو په کشتۍ کې په غټه کچه وسله نيولې


د امریکي سمندري ځواک ځواک ويلي، په بحېره عرب يا عرب سمندر کې يې د مهيانو/ کبانو په کشتۍ کې په غټه کچه وسله نيولې او په خپله ولقه کې يې اخستې ده.

ويل شوي په دغه وسله کې 1400 کلاشنکوفونه (اې کی ـ 47) ټوپکې او د دوه لکه نه زیاتې مرمۍ/ کارتوسونه شامل دي.

د امريکې سمندري ځواک ترمخه، د سمندري ځواک پينځمې بېړۍ ويلي، په څرګند ډول دغه کشتۍ چې پکې وسله نیول شوې د کوم ملک نه مالوميږي.

خو ویلي يې دي، دا ښکاري چې دا کشتۍ د ايران نه روانه شوې او دا په هغه لاره تيره شوې په کومه چې په يمن کې حوثي ياغيانو ته په غېر قانونه توګه وسله رسول کيږي.

ویل شوي په کشتۍ کې پينځه کسانو خپل تعلق د يمن سره ښکاره کړی او هغوی به بيرته يمن ته لېږلی شي.

امریکايي سمندري ځواک دغه کشتۍ د سمندري تجارت په لار کې خنډ بللی او دغه کشتۍ يې بيا ډوبه کړې ده.

په ايران د وړاندې نه تور لګي چې په يمن کې د حوثي ياغيانو ملاتړ کوي او وسله ورته قاچاق کوي. خو ايران دغه تورونه ردوي.

حوثيانو په کال 2014 کې د يمن پلازمینه او ځينې نورې برخې نيولي دي

او بیا په کال 2015 کې د سعودي عرب په مشرۍ اتحاد د حوثیانو پرضد عملیات پېل کړي، او ويلي يې وو چې د دغه عملياتو هدف يې په يمن کې په نړيواله کچه د پېژندل شوي حکومت ملاتړ کول دي.

حوثيان وخت په وخت په سعودي عرب کې د راکټي بريدونو دعوې هم کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG