لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بنګله دېش کې په کیښتۍ کې د اور لګېدو په پېښه کې 39 تنه مړه شوي


واشنګټن ـــ د بنګله دېش په یوه کیښتۍ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه 39 کسان مړه شوي دي خو ډېر کسان لا هم ورک دي او پلټنه ورپسې روانه ده.

د اسوسیېټيډ پريس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې دغه پېښه نن د جمعې په ورځ د بنګله دېش د پایتخت ډهاکه ښار جنوب لور ته په 155 کیلومیټرۍ کې «جهلوکاتي» سیمې ته نیژدې شوې ده.

د چارواکو په وینا د «اوبیهجان 10» په نوم درې منزله کیښتۍ کې شاوخوا 700 تنه سپاره وو او د سیند په منځ کې یې اور اخیستی دی، خو د اور لګېدو سبب تر اوسه معلوم نه دی.

د بنګله دېش پولیسو ویلي چې تر دا مهاله یې د پېښې له ځایه 37 مړي پیدا کړي دي، خو وايي کېدای شي د مړو شوو کسانو شمېر زیات شي.

د معین الاسلام په نوم د سیمه ییزو پولیسو مشر اسوسیېټیډ پریس ته ویلي چې یو شمېر کسان په اور کې سوځېدلي او یو شمېر نورو بیا له ډاره سیند ته دانګلي او په اوبو کې مړه شوي دي.

معین الاسلام وایي د پېښې له ځایه یې شاوخوا 100 تنه ټپيان روغتونونو ته انتقال کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې کېدای شي اور د کیښتۍ په اینجن کې لګېدلی وي خو تر اوسه په دې اړه پلټنه روانې دي.

د اګست په میاشت کې لږ تر لږه 21 کسان هغه وخت په بنګله دېش کې مړه شول چې یوه مسافر وړونکې کیښتۍ له یوې باروړونکې کیښتۍ سره وجنګېده.

د روان کال د اپریل او مې په میاشتو کې هم په دوو جلا پیښو کې په دې هیواد کې 54 تنه د کښتیو د ټکر اړوند پیښو کې مړه شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG