واشنګټن ـــ د پاکستان ګاونډی هندوستان په 2021م کال کې له سختو امنیتي او کورنیو چېلنجونو سره مخ وو، چې په هغه کې له چین سره پوځي شخړه، د کورونا وایرس دویمه خونړۍ څپه او د کروندګرو ستر احتجاج وو، چې د وزیراعظم نریندرا مودي حکومت ورسره مخ وو.
د اېشیا غټو طاقتونو هند او چین په تېره فرورۍ میاشت کې تر خپل منځ د لسیزو حساسه جګړه ختمه کړه او د لداخ له لانجمنې سیمې یې خپل پوځونه وایستل، خو په همالیه کې یې ګډه پوله اوس هم د خطر څوکه ده ځکه چې زرګونه پوځیان یې د دویم ژمي لپاره هم ګوته په ماشه دي.
د وي او اې د رپوټ له مخې د هند او چین د پوځي قومندانانو تر منځ د اختلافاتو د ختمولو لپاره 13 ځله خبرې اترې وشوې، خو په تېره اکتوبر میاشت کې دا خبرې درېدلې دي چې دواړه یې یو پر بل د ځنډ تورونه لګوي.
چین تور لګوي چې هند پر داسې غوښتنو ټینګار کوي چې وایي غیرمعقولې دي او حقیقت نه لري، خو هند بیا وایي چین ورته د راتلونکي په اړه څه وړاندیز نه دی کړی، چې نتیجه یې د همالیه پر پوله د دواړو د پوځونو ځای پر ځای کول دي.
هند له اوږدې مودې راهیسې خپل بل ګاونډي دښمن هېواد پاکستان ته توجه کړې وه، خو اوس د خپل بل ستر ځواکمن ګاونډي هېواد چین د امنیتي چېلنجونو د مخنیوي لپاره تیاري کوي، سړکونه او سورنګونه جوړوي چې له چین سره ګډې پولې ته خپل پوځیان او وسله په تېزۍ سره ولېږدوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر تېره میاشت وویل، له چین سره یې اړیکې "تر یوې ځانګړې بدې مرحلې" تېرېږي. ښاغلي شنکر په سنګاپور کې د یوه بحث په مهال وویل:
"دوی [چین] له تړونه د سرغړونې یو شمېر ګانونه اخیستي چې د هغه لپاره دوی تر اوسه د باور وړ جواز نه لري او دا څرګندوي چې دوی پر دې بیا فکر وکړي چې له موږ سره څنګه اړیکې غواړي، خو د دې جواب په دوی پورې اړه لري".
د وي او اې رپوټ وایي نریندرا مودي په لسیزو کې د هند یو ځواکمن رهبر ګڼل کېږي، چې وایي په 2021م کال کې له چین سره د شخړې تر څنګ له یو شمېر کورنیو مسایلو سره هم مخ وو.
رپوټ وایي د دې کال په پیل کې مودي په بریالیتوب سره د کورونا وایرس د ختمولو اعلان وکړ، خو وایي د دې وایرس د ډېلټا بڼه چې خپره شوه د دې هېواد میلینونه خلک یې ناروغه او مړه کړل.
بل لور ته په دې کال کې د هند په شمال کې د زرګونو بزګرو احتجاج هم د نریندرا مودي حکومت ته ستر چېلنج وو، ځکه چې د دوی احتجاج پایتخت نوي ډیلي ته را غزېدلی وو او پر مرکزي های وې سړک یې خېمې لګولې وې.
کروندګرو د کرهنې په برخه کې د اصلاحاتو غوښتنه کوله او په همدې روانه دسمبر میاشت کې یې وروسته له هغه خپل احتجاج ختم کړ، چې د مودي حکومت د کرهنې لانجمن قوانین بیرته واخیستل او دا په دې هېواد کې د بزګرو لپاره ستره کامیابي ګڼل کېږي.
سیاسي څېړونکي وایي که څه هم نریندرا مودي اوس هم د هند مشهور شخصیت دی خو وایي "ځلا" یې ختمه شوې، ځکه چې وایي که څه هم د دې هېواد اقتصادي ښه کېږي او د کورونا د ټولبندۍ بندیزونه په ختمېدو دي، خو اوس هم میلینونه خلک د کورونا له کبله له اقتصادي بدحالۍ سره مخ دي.