لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ازبکستان په پوله د سختۍ له سوبه افغان کډوال د ځان په غم کې دي


ترمېز، ازبکستان ــ افغان کډوال نديم چې عمر يې د دېرش کالو نه زيات دی اوس د ازبکستان په ترمېز ښار کې هګۍ او وريجې خرڅوي. هغه دا نه ښکاره کوي چې کله دې سرحدي ښار ته راغلی خو د خپلو درو بچو ذکر ضرور کوي چې په کډوالۍ کې سکول وايي.

د نورو زرګونو افغانانو په شان نديم هم په قانوني توګه په ازبکستان کې مېشت دی او هغه ياد هېواد د سرپناه ځای هله خوښ کړو چې طالبانو د اګست په نيميايۍ کې کابل ونيولو.

خپله کورنۍ يې د ځان سره بوولې خو په دې بې زړه دی چې تر څو به په دغه هېواد کې ژوند وکړي او اندېښمن دی هسې نه چې حکومت يې په زور بيرته افغانستان ته ستانه کړي.

هغه وي او اې ته وايي “زه دلته خوشحاله يم او دغسې مې کورنۍ هم ده. په دې خوښ يم د ازبکستان حکومت د افغانستان د ولس مرسته کول غواړي. خو زه ازبک صدر ته وايم زمونږ ستونځه دې په پام کې ولري چې د کومو ننګونو سره مخ يو. مونږ افغانستان ته بيرته نه شو تللی. زه غواړم زما بچي په ازبکستان کې لوی شي او هيله لرم حکومت به راته د مستقل اوسېدو اجازت راکړي”.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته ازبکستان د افغانستان سره خپله پوله تړلې او اعلان يې کړی هيڅ يو افغان کډوال ته به د ورتللو اجازت ور نه کړي.

د ترمېز هوايي ميدان د هغو پروازونو د پاره د تېلو اچولو دمه ځای وګرځول شو چې د افغانستان نه يې کډوال يورپ او نورو هېوادونو ته انتقالول. په افغان کډوالو بندیز په خپل ځای دی خو د ترمېز لاره د کاروباري ګاډو د پاره پرانستل شوې ده.

خو د ازبکستان د حکومت تګلاره د خلکو په ژوند اغېزې لري لکه د مثال په توګه د دلوبر په ژوند چې د ازبکستان ده خو خاوند يې افغان دی او هغه په کابل کې ګېر پاتې دی. دلوبر په ځايي بازار کې پۍ ماسته خرڅوي.

هغه وايي “د خاوند په رنګ خلک مې اوس ازبکستان ته نه راپرېږدي. دوی اوس هغه له ویزه نه ورکوي چې راشي او مونږ وويني. مونږ د ازبکستان صدر ته خواست کوو چې زما د خاوند په رنګ افغانان دې راپرېږدي چې د خپلو کورنیو سره يو ځای شي”.

د ویزو نه ورکول لا د دوو اوونیو د وخت اجازت ورکولو نیزدې 13,000 افغانانو ته په ازبکستان کې ډېرې ستونځې جوړې کړي چې زياتره يې په افغانستان کې د طالبانو د واک اخیستلو وړاندې دلته اوسيږي.

د افغانستان په شمال کې د ازبکانو يوه لويه ابادي ده او ډېرې کورنۍ يې د دواړو هېوادونو په منځ کې وېشل شوي دي.

د سورخندريا ګورنر تورا بابولوف وي او اې ته په يوه مرکه کې ويلي هغو افغانانو ته هرکلی وايي چې په قانوني توګه دغلته ژوند کوي او هغه د ټولنې يوه مهمه برخه ده.

هغه وايي “دلته 374 داسې کاروبارونه دي چې لا خو د افغانانو دي او لا يې شريک دي. په ترمېز کې څه نوې ودانۍ دوی کړې دي او زه د ډېرو سره ليدل کتل کوم چې ورته ډاډ ورکړم د دوی کارونه او کاروبار به خوندي وي. مونږ غواړو دوی دې دلته وي”.

هغه وايي د ازبکستان حکومت د افغانستان د خلکو مرستې کولو ته په تلوسه کې دی او اميد کوي د طالبانو نوی حکومت به زر تر زره ثبات رامنځ ته کړي چې ملک يې کومې سختې مالي ستونځې لري دا به هوارې کړي.

بابولوف وايي “زه وينم چې د موقتي حکومت مشران د تېرو واکدارانو نه زيات اصولي دي او هيله لرم چې په افغانستان کې به حالات سم شي. تر څو چې زمونږ خبره ده مونږ په پوره کوښښ کوو چې د خپلو خلکو حفاظت وکړو او د ګاونډي سره مرسته وکړو”.

خو په ازبکستان کې د کابل د اوسېدونکي فريدالله حسنزاده په رنګ د افغانانو ژوند ښه دی، هغه په ترمېز کې د يو ميلين ډالرو په لګښت يو رېسټورنټ چلوي او هيله من دی چې غټو کاروباريانو ته به ازبکستان د مستقل اوسېدو اجازت ورکړي.

فريدالله وايي “زما ترمېز په دوو خبرو خوښ دی، يو خو دا چې زما د تربور دلته ښه تجربه شوې ده او بله دا چې افغانستان ته ډېر نیزدې دی، تګ راتګ اسان دی په ګاډي کې مزار شريف ته لاړ شه او بيا پرواز ونيسه چې د کابله پورې لنډ سفر دی، خو د روانو مشکلاتو د لاسه تر اوسه نه يم توانېدلی چې لاړ شم”.

ازبکستان د ګل احمد تانش- چې په خټه ازبک دی او په پېشه ډاکټر دی- په شان خلکو ته هرکلی وايي چې اوس د ترمېز سره نیزدې په يوه کليواله سيمه کې علاج کوي.

هغه د ازبکستان په رسمي سفر وو چې د افغانستان سقوط وشو او بيا ورته بلنه ورکړل شوه چې هم دغلته پاتې شي خو ولې نور افغانان چې په ازبکستان کې د کلونو راهیسې اوسېږي اندېښمن دي چې حکومت يې څه وخت هم د ملک نه ويستلی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG