لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په تېرو څلورو کلونو کې د جنسي تیري تر ۱۴۰۰۰ زیاتې پېښې رپوټ شوي


واشنګټڼ – په پاکستان کې د بشري حقونو وزارت د جمعې په ورځ قامي اسامبلۍ ته وویل، د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې د جنسي تیري تر ۱۴۰۰۰ زیاتې پېښې رپوټ شوي.

یاد وزارت په ننۍ غونډه کې د پاکستان د پیپلز ګوند وکیلې ډاکټرې شازیه سوبیا اسلم سومرو پوښتنې ته لیکلی ځواب استولی دی.

دغې وکیلې د بشري حقونو له وزارت څخه غوښتي وو چې د ۲۰۱۸ کال راهیسې دې د جنسي تیري او ځورولو پېښې له دوی سره شریکې کړي او له دې ستونزې سره د مبارزې په برخه کې دې د حکومت لخوا د ترسره شويو اقداماتو په اړه هم دوی ته معلومات ورکړي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه وزارت په لیکلي ځواب کې ویلي، چې په تېرو څلورو کلونو کې د مېرمنو پرضد د جنسي تاوتریخوالي او د کار په ځای کې د هغوی د ځورولو ۱۶۱۵۳ پېښې ترسره شوي.

دغه معلومات د پولیسو د قامي بیرو څخه ترلاسه شوي چې د روان کال څخه پکې یواځې د لومړیو شپږو میاشتو مالومات دي.

وزارت د جرمونو راپورونه په دوو برخو وېشلي یو جنسي تاوتریخوالی او بل د کار په ځایونو کې د مېرمنو ځورول.

پخوا دغه ډول جرمونه په څلورو ډولونو باندې وېشل شوي وو چې په هغو کې جنسي تیری او ډلیز جنسي تیری جلا جلا یاد شوي وو.

دغه ډول د کار په ځای کې ځورول هم بېل بېل یاد شوي وو لکه فزیکي، جنسي او روحي ډول.

وزارت لیکلي، په ۲۰۱۸ کال کې د جنسي تاوتریخوالي او د کار په ځای کې د ځورولو ۵۰۴۸ پېښې رپوټ شوي.

وزارت لیکلي، د ۲۰۱۸ کال راهیسې په پرلپسې توګه هر کال د جنسي تیري او ځورولو تر ټولو زیاتې پېښې د پاکستان په پنجاب صوبه کې دي.

د جنسي تیریو د زیات شمېر له پلوه له پنجاب وروسته خیبر پښتونخوا په ۲۰۱۸ کال دوهم ځای درلود خو ۲۰۱۹، ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې سند دوهم ځای راخپل او خیبر پښتونخوا دریم ځای ته کوز شوی.

په ګلګېت بلتستان کې یوه پېښه هم نه ده رپوټ شوې.

همدارنګه د جنسي تیري یا رېپ پېښې سږ کال تر جون میاشتې پورې ۱۸۸۶ ریکارډ شوي.

وزارت همدارنګه د هغو اقداماتو یادونه هم کړې چې حکومت د داسې پښو د مخنیوي لپاره کړي دي.

دوی د بیلګې په توګه د بشري حقونو د پوهاوي تر نامه لاندې د یوې پروژې یادونه کړې ده چې په ترڅ کیې د عامه پوهاوي د لوړولو کوښښ کېږي او ځانګړې پاملرنه پکې مېرمنو او ماشومانو ته کېږي.

دوی همدارنګه د ۱۰۹۹ نمبر د یو وړیا هېلپ لاین یادونه کړې ده چې د بشري حقونو د تیريو په اړه حقوقي مشورې پرې ترلاسه کولای شي.

وزارت دا هم ویلي،‌ چې د جنسي تیریو پرضد د ۲۰۲۱ کال قانون او د جرمي قانون بدلون هم په دې وروستیو کې اعلان شوی دی.

وزارت زیاتوي، د ماشومانو د ځورونې په اړه یې هم د عامه پوهاوي پروګرام پیل کړی.

دوی وايي، د دې ټولو ترڅنګ د سیمې او پولیسو محلي ډلې پوهول شوي چې عامو خلکو ته دې د جنسي تشدد په اړه عامه پوهاوی ورکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG