لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په 2021م کال کې د امریکې بهرنۍ پالیسي


وايټ هاوس ــ کله چې ولسمشر جو بايډن په واک کې راغی نو داسې وخت و چې په نړۍ کې د امريکا مقبوليت ډېر کم شوی و. د ګيلپ د سروې تر مخه چې په 60 ملکونو او ځايونو کې د امريکا د مشرتابه په اړه شوې ښیي چې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د واک په اخري کال کې د امريکايي مشرتابه مقبوليت 22% وو.

د جو بايډن د ولسمشرۍ په وړومبو شپږ مياشتو کې د امريکا نړيوال حيثيت تر ډېره په ځای شوی. د ګيلپ د اګست د رايو مطابق چې په 46 هېوادونو او ځايونو کې پوښتلي شوي د امريکا د مشرتابه مقبوليت 49% ته رسېدلی.

په وانډر بېلټ پوهنتون کې د امريکا د خارجه پاليسۍ تاريخ ليکونکی تهامس شوارټز وايي “کله چې ولسمشر بايډن ولسمشري تر لاسه کړه نو ډېر لږ څه يې په لاس کې وو. د يو څو ملکونو په خاصه توګه اسرايل او سعودي عرب نه علاوه د بهرنۍ نړۍ مشرانو ډانلډ ټرمپ نه خوښولو او لنډه دا چې ټرمپ هغه ته ګټه نه رسوله”.

که هر څو بايډن ته ټرمپ ګټه نه رسوله او د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو د ويستلو نېټه ورته په ميراث کې پاتې وه خو بايډن د ځواکونو ويستل په داسې خرابه طريقه وکړل چې د امريکا وقار ته يې په کور په بهر نقصان ورسولو.

په دې اړه د امريکا يو بل څېړنکار مايکل کوګلمين چې د څېړنيزې ادارې وېلسن سنټر سره کار کوي وايي د ده په نظر دا بې ترتيبه او د ځواکونو د ويستلو خرابه طريقه وه چې “ترهګري ډېره شوې ده او د طالبانو د واک نيولو ورستو لګېدلي بندېزونه افغانستان داسې يو پلو ته وړي چې خرابې اغېزې لري او د يو غټ قحط سوب به جوړ شي”.

د هوډسن انسټيټيوټ کينېت وينسټن وايي دې بې ډنګه انخلا غربي او نور ملګري په ډاګه پرېښول بلکې هغه تعليميافته افغانې ښځې هم چې د طالبانو په واک کې به ډېرې وکړيږي.
هغه وايي “دا به راتلونکو امريکايي ولسمشرانو ته ډېره ګرانه شي چې د شريکو مفاداتو د پاره ملګرو ته د قربانۍ ورکولو ووايي”.

امريکا بيرته ځای له راغلې؟

د ټرمپ د دې نعرې چې “وړومبۍ امريکا” په ځواب کې بايډن داسې نېغ په نېغه وويل “امريکا بيا ځای له راغلې” ځکه نړيوال يووالی او سفارتي تعلقات د امريکا د خارجه پاليسۍ د چلولو اوزار دي.

امريکا د ګڼ اړخيز شريکو تنظيمونو سره بيا مل کيږي، د کومو لوظنامو نه چې په شا شوې بيا يې بحالوي، د نړيوالې وبا خلاف نور نه نورې رابطې سېوا کوي او د ماحولياتو د بدلون په اړه کار کوي.

د امريکاګانو د پروګرام مشره لېزلي وينجاموري وايي “که چرې د نړيوالو رابطو جوړولو بنياد په کال 2020 کې ايښودل وو نو کال خو په سمولو او په ځای کولو کې تېر شو”.

د چين سره سټريټيجېک مقابله کول د ټرمپ حکومت تګلاره وه او لا اوس هم د چين او د امريکا د نوي حکومت ترمنځ په ځای ده.
په نومبر کې په يو ورچول ميټينګ کې دواړو خواو سره ومنل چې څنګه په ذمه وارۍ سره کوښښ وکړي چې د دواړو مقابله کونکو تر منځ حالات د قابو نه ونه اوځي چې د تجارت، په نړيوال سياست کې اثر رسوخ او په ورستيو کې اوس د پوځي طاقت مقابلې يې روانې دي.

د امريکا او چين د خرابو تعلقاتو غټه وجه د جمهوري تايوان او چين ترمنځ شخړه ده چې تايوان غواړي ازاد جمهوريت پاتې شي ولې چين وايي تايوان د چين نه بيله شوې صوبه ده.
په دې حقله د وېلسن سنټر ډارېکټر رابرټ ډيلي وايي “امريکا چين ته وايي په تايوان دباو مه سېوا کوه او چين وايي امريکا دې د يو چين پاليسۍ د حدود نه لرې پاتې شي او د دې امتحان دې نه اخلي”.

خو روس هم تماشې ته نه دی ناست او په وروستيو کې ولاډيمير پوټين په لسګونو زره پوځيان د يوکرين سره په پوله ګمارلي دي او وايي دا ګام يې د نيټو شرق ته د غزېدو د مخنيوي د پاره اخستلی دی.
د بايډن حکومت ته د جنوبي کوريا سره ايټمي شخړه هوارول هم لا په ځای پرته مسله ده او روس هم امريکا ته دا پيغام ورکوي چې روسي فيډريشن اوس هم يو طاقت دی او امريکا دې دا په پام کې ساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG