لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: طالبانو په ښځو بندېزونه لګولي


په افغانستان کې واکمنو طالبانو په ښځو بندېزونه لګولي چې بې د محرم يا خپل نارينه څخه لرې سفر نه شي کولی، امریکا د طالبانو په دغه کار نيوکې کړي دي.

د طالبانو د امر باالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د اتوار/ يکشنبې په ور ځ (26دسمبر) ويلي، ډرايوران دې هغه ښځې چې د 72 کلوميټره يا د هغې نه لرې سفر کوي او محرم يا نزدې خپل څوک يې ورسره نه وي، هغه دې په ګاډی کې نه وړي.

طالبانو د ټېکسي ډرايوران د دې هم پابند کړي يواځې هغه ښځه دې په ګاډي کې کښېنوي/ وړي، چې اسلامي حجاب يا پرده يې کړي وي.

د طالبانو د ياد وزارت وياند صادق عاکف مهاجر وي او اې سره په خبرو کې د دغو بندېزونو دفاع کړې او ويلي يې دي، دا اسلامي يا شرعي قانون دی.

د طالبانو په بندېزونو کې ډرايورانو ته دا هم ويل شوي چې ږيره به يې ساتلي وي، لمانځه ته به دمه کوي، او په ګاډي کې به د موسقۍ يا سندرو څخه ډډه کوي.

طالبانو له دې وړاندې هم په افغانستان کې ټيلي ويژن چېنلې د دې پابندې کړې وې چې هغه ډرامې نه خپروي چې پکې د ښځو نمايش کيږي او په ټيلي ويژن چېنلو به د خبرونو يا نورو پروګرامونو دپاره ښځې په حجاب يا پرده کوي.

طالبانو چې په 15 اګست افغانستان په واک کې اخستی، د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او ترهګرۍ د اندېښنو په سر د طالبانو حکومت تراوسه پورې يو هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

د امریکا مرستیالې صدرې کامله هېرس د اتوار په ورځ په سي بي اېس ټيلي ويژن مرکه کې ويلي، د طالبانو سره د امریکا په غټو مسلو کې يوه خبره د ښځو او جينکو د حقونو او د هغو تعليم يا زده کړو ته د رسايۍ ده.

هغې ويلي، اندېښمنه ده او دوی پوهه دي چې طالبانو د ښځو او جينکو حقونه نه دي پوره کړي او عملي کړي او دا د غټې اندېښنې او تحفظاتو خبره ده.

طالبان چې کله په واک کې راغلي زیاتره ښځې د کار ځایونو او سکولونو ته بيرته نه دي راستون شوي باوجود د دې چې يې ويلي وو، د کال 1996 په پرتله به دې ځل له سختۍ ډېرې نه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG