لاس رسیدونکی لینک

 
په پاکستان کې اوس هم د بشري حقونو سرغړونې روانې دي، مدني، قانوني او سياسي فعال وايي
تازه خبر

په پاکستان کې اوس هم د بشري حقونو سرغړونې روانې دي، مدني، قانوني او سياسي فعال وايي


په پاکستان کي د بشرې حقونو فعالان، سياست مداران او قانون پوهان وايي اوس هم په هېواد کې د بشري حقونو سر غړوني رواني دي، او په ځانګړي توګه په پښتون مېشته سيمو او بلوچستان کي دغه صورتحال تر ټولو زيات خراب دی.

د سياسې ګوند نيشنل ډېموکريټک مومنټ سره تعلق لرونکې د قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړې بشرا ګوهر وايي په ملک کې غېر اعلانيه مارشل لا روانه ده چې پکې هره ورځ د بې وزله ولس بنيادي حقونه رياست تروړي، لګيا دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغې وویل، که په ملک کې د جرنلسټانو د بندېزونو خبره کوې، هغه اوچتول کيږي، د سياسي فعالو خبره که کوې د هغو دومره بد حال دی چې د دې وړاندې کله داسې حال نه دی لیدل شوی.

که په 2021 کې د علي وزیر، ادريس خټک قضیو ته وګورو، نو تاسو ته به پته ولګي چې په ملک کې بشري حقونو ته لومړيتوبونه نه ورکول کيږي او د ملک وزیر اعظم (عمران خان) په خپله د ښځو او سړو حقونه برابر نه ګڼي. هر څوک د بندېزونو سره مخ دي.

بشرا ګوهر زیاته کړه، په ملک کې د بشري حقونو کمېشنې ناکاره شوي، په مدني ټولنه پابنديانې دي، سياسي ګوندونه غږ نه شي کولی، پارلیمان د بهرنه کنټرول کيږي، په ارډيننسونو باندې قانون سازۍ کیږي.

د روان کال د جون په مياشت کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په خپل رپورټ کې ويلي و، په ملک کې د بې درکه کسانو د شمېرو په حساب پښتونخوا صوبه په اول نمبر ده او د تحقياتي کمېشن جوېډو را پدېخوا د تېر کال 2020 د دسمبر د اخرې پورې د بې درکه شوو تنانو په اړه 2942 مقدمې درج کړل شوي دي.

په دغه رپورټ کې دا هم ويل شوي وو چې د بې درکه کسانو کره شمېرې د دې نه هم سېوا کېدې شي.

د پيښور هايکورټ مشر وکيل شبير حسين ګيګياڼي وايي، د هيواد په اعلا عدالتونو کې د بې درکه کسانو د قضيو حال هم د خفګان وړ دی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، په کال 2018 کې هايکورټ د پوځي عدالتونو لخوا سزا شوو کسانو قضيې په يو ځل د 172، بيا د 64 او بيا د 54 کسانو قضيې واورېدې، او ټول يې بري کړل، خو د بده مرغه رياست د دغو بري کسانو کېس په سپريم کورټ کې چيلنج کړو او سټې يا يې پرې د ځنډ حکم ترلاسه کړو.

نوموړي وویل درې کاله وشو چې دغه د ځنډ ښکار قضيې په ځای پرتې دي. او ځینې فېصلې په پېښور هايکورټ کې د ځنډ ښکار دي، د قانون ترمخه پکار ده چې دغه قضيې فېصلې شي.

هغه وویل، د ايين لاندې مجاز عدالتونه موجود دي، او د ترهګرۍ ضد عدالتونو په موجودګۍ کې د پوځي عدالتونو جوړولو جواز نه وو، خو بیا هم دغه عدالتونه جوړ کړی شو کوم چې د ملک د ايين او قانون پرته دي.

د ګګياڼي په خبره په ملک کې اوس هم انټرمنټ سنټرې يا د بند مرکزونه جوړ دي او په عدالت کې يې رپورټونه هم مخې ته راغلي خو بيا هم د خلکو د بې درکیانو سلسله روانه ده.

د بې درکه بلوڅانو دپاره مبارزه کوونکي تنظیم (وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز) د شمیرو ترمخه دا مهال په هیواد کې شاوخوا 35زره بلوڅان لادرکه دي.

په پاکستان کې دبلوڅانو ، پښتنو او بشري حقونو مبارزین په زوره د خلکو د بې درکه کولو تورونه د هېوادو په پوځ او استخباراتي ادارو لګوي خو پوځ دا تورونه وار په وار رد کړي او ويلي يې دي، کېدی شي دغه بې درکه خلک دبیلتون خوښو ډلو په لیکو کې شامل شوي وي.

پوځ دا دریځ هم وړاندی کوي چې کېدی شي یا خو دا خلک پوځ سره په نښتو کې وژل شوي او یا هم بیا افغانستان ته اوښتي وي.

سږ کال د مې په مياشت کې د پاکستان مرکزي کابينې په هېواد کې د صحافيانو او د میډيا د کارمندانو د تحفظ او په زوره د خلکو د بې درکۍ عمل د جرم ګرځولو په اړه دوه مهمې قانون مسودې منظورې کړې وې.

دا خبره د بشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري پخپله ټوېټر پاڼه خپور کړي يو بیان کې کړې وه.

خو په ملک کې د بشري حقونو فعال وايي، په ملک کې ځینې قوانين موجود دي او ځينې جوړول کيږي هم، خو پکار ده چې دغه قوانين او په ايين کې ورکړی شوو حقونو باندې عمل وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG