لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان مېرمنې دطالبانو نوي بندیزونه دبشري حقونو سرغړؤنه بولي


افغانستان کې واکمنو طالبانو په ښځو بندیزونه لګولی چې له محرم پرته لرې سفر نه شي کولی خو افغان مېرمنو د طالبانو په دغه بنديز اندېښنه ښودلې اؤ وایي چې دې سره به يې بنيادي بشري حقونه پامال شي۔

د مېرمنو د حقونو لپاره کار کوونکي د طالبانو حکومت نه غوښتنه کوي چې دداسې ډول بنديزونو لګولو په ځائ دې طالبان دښځو د امنيت او د هغوئ د بنيادي حقونو خوندي کولو لپاره ګامونه واخلي چې مېرمنې بغېر د څه ويرې ترخې سفر کوولو جوګه وي۔

دطالبانو د امر باالمعروف او نهې عن المنکر وزارت اعلاميه جاري کړې چې ډریوران دې هغه ښځې چې د 72 کلوميټره يا د هغې نه لرې سفر کوي او محرم ورسره نه وي، په ګاډی کې نه وړي .

طالبانو د ټېکسي ډريوران ددې هم پابند کړي چې يواځې هغه ښځه دې په ګاډي کې وړي، چې اسلامي حجاب يې کړی وي۔

په افغانستان کې مېشت بينکشي نومې د يو سکول استادې وي او ای ډيوه ته وويل چې د طالبانو دغه اعلان خلک اندېښمن کړي او اوس سره د اسلامي حجابه هم ټېکسي ډرايوران مېرمنو وړلو ته غاړه نه ږدي۔

" کله چې دغه اعلاميه خپره شوه نو زه تللې وومه او د اسلام د وصولو سره برابر جامې مې وې، خو بدقسمتۍ نه هر ټېکسيوان ته به چې مې لاس نېولو نو زه به يې ټيکسي ته نه پورته کولم، بيا لسم ټيکسيوان نه ما تپوس وکړو چې څه وجه ده چې ما ټيکسي ته نه پورته کوې نو هغه راته په ځواب کې وويل چې خورې تا پوره حجاب نه دی کړی او مونږه نه شو کولی چې تا ټيکسي ته پورته کړو"

د طالبانو په دغه اعلاميه کې ډريورانو ته دا هم ويل شوي چې ږيره به يې ساتلي وي، لمانځه ته به دمه کوي، او په ګاډي کې به د موسقۍ څخه ډډه۔

په افغانستان کې د رابعه بلخي ښوونځي زده کوونکې تبسم وي او ای ډيوه ته وايي د طالبانو لخوا لګول شوي دغه بنديزونه به يې په ستونزو کې نوره هم اضافه وکړي۔

" څلور میاشتې کیږي چې موږ ښوونځي ته نشو تللی او د هغې با وجود اوس طالبانو یوه بله اعلامیه خپره کړې چې ښځې نشي کولی بغېر د محرم بهر ته لاړې شي موږ ډېر په تشویش کې یو زما پلار مسافر دی او مشر ورور نه لرم که مونږه مریضان شو موږ سره به څوک روغتون ته ځي"

طالبانو له دې وړاندې هم په افغانستان کې ټيلي ويژن چېنلې ددې پابندې کړې وې چې هغه ډرامې باید خپرې نه کړي د ښځو نمايش پکې کيږي او په ټيلي ويژن چېنلو به د خبرونو يا نورو پروګرامونو دپاره ښځې پرده کوي۔

د افغان مېرمنو د حقونو فعاله مقدسه احمدزۍ وي او ای ډيوه ته وايي طالبان بايد د ښځو د حقونو او دهغوئ لپاره د امنيت په ځائ کولو باندې کار وکړي،

هغه وايي د ښځو په اړه لګول شوي نوي بنديزونه به د هغوئ اساسي او بشري حقونه ډېر اغېزمن کړي۔

" طالبان بايد د ښځو په بنيادي حقونو، تعليم، د بيان په ازادۍ، د کار په ازادۍ او د هغوئ په پرمختګونو باندې بحث وکړي، که چېرې دغه شان وړو وړو موضوعاتو باندې بحث کېږي په دومره لويه کچه باندې چې ښځې بايد منعې شي نو زه فکر کوم چې دا د ښځو په رواني وضعیت منفي تاثير کوي د مېرمنو نه جرات اخلي او د هغوئ نه ټول حقونه اخستل کېږي"

افغانستان کې دطالبانو لخوا په ښځو لګول شوؤ نوؤ بنديزونو باندې امريکا او پاکستان اندېښنې ښودلي،

د امريکا نايب صدرې کامله هېرس ويلي چې په افغانستان کې د مېرمنو حقونو ته دلاس رسي نشتوالي اندېښمنه کړې او د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چوهدر ويلي د ښځو په اړه د طالبانو نظريه او وروسته پاتې سوچ د پاکستان لپاره خطره دی۔

بلخوا د طالبانو د امر باالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ترجمان صادق عاکف مهاجر وي او ای سره په خبرو کې د دغو بندېزونو دفاع کړې او ويلي يې دي، دا اسلامي يا شرعي قانون دی

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG